خوستۍ ښځې د سولې په خبرو کې د حقونو ضمانت غواړي

د ښځو غونډه د مارچ پر نهمه په خوست کې وشوه

خوست - د افغانستان د خوست ولایت ښځې او مېرمنې که له یوې خوا د سولې لپاره روانو خبرو ته خوشاله دي، بل لوري ته هغوی سره په راتلونکې ممکنه سوله کې د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې موجودې دي.

دوی د مارچ پر نهمه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه په اوبو لاهو شي او په ټولنه کې یې رول له پامه وغورځول شي.

د ښځو د یو مدني بنسټ مشرې زینب افغان تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل:

"په اوس وخت کې چې د سولې خبرې او بحثونه روان دي، خویندې اندېښنه لري چې خدای مه کړه خویندې بیا تېرو وختونو ورستنې نشي، هغه حقوق چې دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې لاسته راوړي دي، لکه د تعلیم او وظیفې او نور حقونه چې د اسلام او قانو په چوکاټ کې يې اوس لري، داسې نه چې زموږ پر حقونو معامله وشي او خویندې له ګواښ سره مخامخې نشي."

په غونډه کې یو شمېر ښځو ګډون وکړ

د خوست د ښځو چارو رییسه شافعه نورزۍ هم وايي، د ټولو ښځو سره اندېښنه دا ده چې دوی یو ځل بیا تېرو دوه لسیزو ته ور و نه ګرځي.

دې زیاته کړه، د ښځو غوښتنې له حکومت، وسله والو او هغه بهرنیانو چې د افغانستان په مسله کې په یو ډول ښکېل دي، دا ده چې هېڅ افغانه ښځه حاضره نه ده چې په سوله کې د دوی حقونه ضایع شي.

شافعه نورزۍ د یوې داسې سولې وړاندیز کوي، چې په هغه کې د دوی شرعي او قانوني حقوق خوندي وي.

د ښوونځي یوه زده کوونکي زینب همیمزۍ وايي، سوله باید د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره وي، نه دا چې د ټولنې د نیمايي قشر حقونه له پامه وغورځول شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ د اتمې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، افغان مېرمنې په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې له پرمختګ او لاسته راوړنو سره- سره لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

په دې پيغام کې راغلي، افغان حکومت ته د سولې په موضوع کې د ښځو دریځ او حقونه ارزښت لري او زیاته شوې چې د ښځو له نظر پرته به د سولې هېڅ پرېکړه نه کېږي.