نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
موټر بم برید د خوست اداري کمپلیکس ته نېږدې له جمهوریت دروازې سره شوی دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، له دې پيښې خوست والي محمد حلیم فدايي روغ رمټ وتلی، خو پر ده پسې موټر کې يې دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
ده وویل د چاودنې سیمې ته نېږدې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسي وګړي هم ټپیان شوي، چې درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د دې برید د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د پيښې دوه تنه ټپیان نور رحمان جان او رحیم بادشاه چې په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، وايي، دوی په لاره روان ول، چې د والي د ګاډو په رسیدو سره یو دم درنه چاودنه وشوه.
دوی وايي، د چاودنې په نوعیت نه دي پوۍ شوي، خو وروسته دوی پوۍ شول، چې ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې چاودیدونکي توکي په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، خو ګاډی په بشپړ ډول ټوټې-ټوټې شوی دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.