د خیبر سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د خیبر درې پر لار او تورخم کې افغانستان ته مال وړونکي په سلګونه ګاډي درول شوي چې له کبله سوداګر او ډریوران د روژې په دې میاشت کې کړېږي.
تورخم دروازه د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مارچ په ۱۶ نیټه تړل شوې وه خو اوس پرې تجارتي هلې ځلې بحال شوي دي.
د خیبر سوداګرۍ خونې سیکرټري فیصل کاظمي مشال ريډیو ته وايي:”په دې وروستو کې د کورونو چارو وزارت له خوا په جاريکړې شوي نوټیفیکشن کې ویلي شوي چې یوازې په تورخم به په ونۍ کې پینځه ورځې ګاډي افغانستان ته اوړي او د ورځې به ۱۰۰ ګاډو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته مالونه یوسي خو هلته په تورخم کې د کلیرنس کار ډير سست روان دې او د ورځې یوازې ۴۰ ګاډي کلیر کیږي،او سهولتونو کمی دی. “
سوداګر وايي، د تازه سبزیو، میوې، وریژو، چرګانو او داسې نورو خوراکي موادو د ایکسپورټ ګاډي له تېرو دوو میاشتو راهیسې ولاړ دي او دا خوراکي مواد پکې خراب شوي دي او ډير تاوان سره مخامخ دي.
د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ اتحادیې مشر یوسف خان وايي،’سوداګر او ټرانسپورټران ډير مشکل سره مخ دي دلته ډير رش جوړ شوی دی، ځای پر ځای ګاډي ولاړ دي، اختر راروان دی باید دغه دروازه څو ورځو لپاره ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه که چې دا مشکل ورسه ختم شي، سوداګر او ټرانسپورټر به پوره احتیاطي تدابیر خپلوي او تجارتي هلې ځلې به هم روانې شي.‘
سوداګر وايي، د تازه سبزیو، میوې، وریژو، چرګانو او داسې نورو خوراکي موادو د ایکسپورټ ګاډي له تېرو دوو میاشتو راهیسې ولاړ دي او دا خوراکي مواد پکې خراب شوي دي او ډير تاوان سره مخامخ دي.
دوي وايي په کراچې بندر باندې ۷۰۰۰ بند کنټینر سکیننګ لپاره ودرول شوي دي چې په هغې په یو کنټینر د ورځې ۱۰۰ ډالره د زیات وخت لپاره په بندر د ایساریدو خرچه هم راځي.
په دې ورستو کې تجارت لپاره د وزیر اعظم سلا کار عبدالرزاق داود ویلي چې دوی له دغې ستونځې خبر دي او په دې لړ کې یې ایف بي ار او اېف ای اې ته لیک استولی چې په تورخم دې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشکلات راکم کړي.