خیبر پښتونخوا: ټولبند کې پر ماشومانو د تشدد پېښې زیاتې شوي

پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر ماشومانو د تشدد پېښې ثبت شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ټولبند پر مهال پر ماشومانو د ذهني او جسماني تشدد پېښې زیاتې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن [اېچ ار سي پي] سیمه ییز مشر غلام علي مشال راډیو ته وویل، په تېرو پینځو اوونیو کې پر ماشومانو د تشدد ۲۶ کیسونه رپورټ شوي چې د هغه په وینا دا شمېره ډېره زیاته ده.

نوموړی وايي، پر ماشومانو د تشدد ۱۷ نوي کیسونه له پولیسو او نهه د هغوی له دفتر سره ثبت شوي دي. هغه وايي، ښايي د اصلي پېښو شمېره تر دې هم زیاته وي ځکه چې د ټولبند له وجې خلک پولیسو، د بشري حقونو دفترونو او رسنیو ته سم لاسرسی نه لري.

غلام علي وايي، کله چې پر ماشومانو د تشدد پېښې له پولیسو سره ثبت شي نو پولیس پرې کار شروع کړي او سمدستي د تشدد کونکو خلاف مقدمې جوړې شي. خو کومې پېښې چې د پاکستان د بشري حقونو له کمېشن سره ثبت شي نو هغوی یې هم پولیسو ته او یا هم د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جوړې شې ځانګړې ادارې (زما کور) ته استوي.

په پېښور کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي عمران ټکر مشال راډیو ته وویل، دا چې د ټولبند له وجې نادارې کورنۍ د ذهني فشار او ټولنیزو ناخوالو سره مخ دي نو له دې وجې هم په ماشومانو د تشدد پېښې زیاتې شوي دي.

هغه وايي د نادارو او غریبو کورنیو ماشومان اړ کېږي چې په لارو کوڅو کې خیرونه وغواړي.

د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ او د خیر ښېګړې د ادارې [چایلډ پروټېکشن کمېشن] مشر اعجاز خان مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا ومنله چې پر ماشومانو د تیري پېښې زیاتې شوي خو دا یې هم وویل چې د مخنیوي لپاره یې هغوی ګامونه پورته کړي دي.

هغه دا هم مني چې د غربت او ټولنبد له وجې د سوال کونکیو یا خیر غوښتونکیو ماشومانو شمېره زیاته شوې ده. هغه وايي، په دې اړه یې له حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړي خو حکومت تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

اعجاز خان دا هم وویل چې پر یو بل پروګرام هغوی کار روان کړی دی چې خیر غوښتونکیو ماشومانو ته به هنرونه ښودل کېږي چې هغوی د ډوډۍ ګټلو جوګه شي.