د خیبر پښتونخوا د اوړو ملونو اتحادیې مشر حاجي اقبال خان وايي، له خوا او شا یوې میاشتې راهیسېد پنجاب حکومت، خیبر پښتونخوا ته د خپلې برخې غنم ورکولو باندې بندیز لګولی چې له کبله یې د صوبې په ملونو کې غنم ختم شوي دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، له خیبر پښتونخوا حکومت سره دومره غنم نشته چې د دوی د یوې ورځي ضرورت هم پوره کړي نو ځکه یې سر له ننه هړتال دی او تر ناڅرګندې مود به په احتجاج د ټولي صوبې ملونه بندوي.
نوموړی زیاتوي، تر هغو به ملونه تړلي چې پنجاب حکومت ورته خپله برخه غنم ورنکړي: (خیبر پښتونخوا حکومت هم غنم بند کړي دي او د پنجاب نه هم بند دي، دلته ملونو کې یوه بورۍ غنم نشته، نو مجبووره وو چې هړتال وکړو. له خیبر پښتونخوا سره دا وخت ۲۹۰۰۰ بورۍ غنم دي، چې زموږ د نیمي ورځې ضرورت هم نه پوره کوي. موږ روزانه له دولسو تر څوارلسو زرو میټرک ټنو پورې غنمو ته ضرورت لرو.)
له ملونو اوړه پېرېدونکی او بیا پر دکاندارانو پلورونکی د اوړو بیوپاري حاجی تعریف خان وايي چې ملونه بند شي نو یو څو ورځو کې به یې دوکانونه او کاروبار هم بند شي چې ورسره به په ټوله صوبه کې د لکونو خلکو روزګار هم اغېزمن شي.
''دا درې څلور ورځې به له خلکو سره اوړه هم ختم شي، له اوړو رغېدن هم نه کېږي نو عام ولس به ډېر اثر وغورځي او بله دا چې د اوړو شل کلو تروړه به بیا په دوه زره روپۍ هم نه ملاوېږي په ټوله صوبه کې د زرګونو نه هم زیات د اوړو بیوياریان دي، زما په وړوکي دوکان کې له ما سره لس کسان کار کوي، بیا د ریړو واله، غټو وړو ګاډو واله، چینګچیانو واله دا ټول له موږ سره تړلي دي نو په لکونو خلک به بې روزکاره شي.''
د اوړو ملونو اتحادیې مشر اقبال خان وايي چې د پنجاب د دې بندیز او بیا د دوی د هړتال به ډېر بد اغېز وي ځکه یو خوا به ملونه بند شي نو بلخوا به د صوبې غریب ولس ته د اوړو نرخ سېوا شي.
د خیبر پښتونخوا د خوراک صوبايي وزیر قلندر لودي سره تماس ونیوه نو هغه مشال راډیو ته وویل چې د اپریل میاشت ورستو صوبايي حکومت ملونو ته غنم نه ورکوي ځکه چې د غنمو فصل اخېستل کېږي او بل دا چې له پنجاب سره دا وخت خپله د غنمو کمی دی نو ځکه یې موږ ته نه راکوي خو د پنجاب د خوراک وزیر ژمنه کړې چې بندیز به روځ دوو کې لیرې کړي.
لودي زیاته کړه: (خیبر پښتونخوا د غنمو او اوړو په برخه کې تر ۶۰ فیصدو پورې پر پنجاب تکیه لري او دا وخت پنجاب خپله خوا او شا پینځه څلوېښت لکه ټنه غنمو ته ضرورت دی چې پکې شپږ لکه ټنه هغوی پوره کړي دي او زما په دې اړه له الیم خان او پنجاب خوراک وزیر سره خبرې شوې دي نو هغوی وايي، چې دوی به په دوو درېوو ورځو کې خپل هدف پوره کړي بیا به دېخوا غنم شروع کړي او له موږه یې د غنمو اجازتنامو لپاره د ملونو لسټونه هم غوښتني وو هغه هم ورته پوره کړل خو د پنجاب لخوا د غنمو رالیږل د ځنډ ښکار دي او بندیز دي او د خیبر پښتونخوا د اوړو د ملونو هړتال یا ِغوښتنه جایز ده.)
د یادولو ده چې له پنجابه بیا بیا خیبر پښتونخوا ته د غنمو پر وړلو بندیز لګول کېږي لکه کبله یې نرخ هم لوړ شي.