په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پیل شوی

یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي

د خيبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې د ګوزڼ درې ورځنی کیمپېن د اګست پر ۱۳مه سهار پيل شو.

په دې کیمپېن کې به تر پېنځه کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

چارواکي وايي، په دې کیمپېن کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې تر ۴۵ لاکه زیات ماشومان واکسین کوي.

حکومت روغتيايي کارمندانو ته هدایات ورکړي چې د کورونا وايرس په اړه احتياطې تدابيرو په ارزښت ځان پوه او د وايرس مخنيوي په غرض احتیاط وکړي.

په دې اړه د خیبر پښتونخوا صحت محکمې ډاکټر اکرام الله مشال راډیو ته وویل، د کووېډ-۱۹ وبايي صورتحال پر مهال چې کومې احتیاطي لارښوونې وې، هم هغه دې په پولیو ضد کیمپېن عملي کړي،

په پاکستان کې د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د پوليو ضد کیمپېن ځنډول شوی وو چې بيا وروسته د احتياطي تدابيرو په پام کې له نيولو سره د جولای له ۲۰مې پیل شو او پېنځه ورځې یې دوام وکړ.

دا هم وګورئ: پاکستان: د اګست له ۱۷مې د پولیو واکسیني کیمپېن پیلېږي

یوې روغتیايي کارکوونکې سایرې بېګم د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، ګرمي زیاته ده خو د دې باوجود یې مخ په تمبوزک (ماسک) پټ کړی او لاسونه په جراثیم وژونکې دوا (سینېټایزر) پاکوي او په بیا بیا یې په صابون مینځي.

د نوموړې په خبره، هر کور ته چې ورشي نو ورته وايي چې ماشومان په غېږ کې ونیسي چې دوی ورته د لاس له وړلو پرته واکسیني څاڅکي ورکړي.

شفیع الله چې یو سرکاري دفتر کې ملازم دی وايي چې درې ماشومان لري وايي، ټولو ته یې د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکړي.

نوموړي وايي، څاڅکې ورکول ډېر ضروري دي ځکه چې ماشومان له معذورتیا بچ کېدای شي.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز د اګست تر ۱۳ نېټې پورې ۶۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۲ یې په خيبر پښتونخوا، ۲۱ په سيند، ۱۶ په بلوچستان او پېنځه یې په پنجاب کې دي.