پوليس وايي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۸مه مازیګر مهال د صوابۍ په وړوکي لاهور سیمه کې شوې ده.
د صوابۍ د پوليسو وياند لياقت خان د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د کسان د صوابۍ په وړوکي لاهور کلي کې د يوې جرګې پر مهال د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې وژل شوي دي.
دا هم وګورئ: د کوهاټ په دره ادم خېل کې د مځکو لانجې څنګه هوارېدای شي؟لیاقت خان وویل چې ۶ کسان د پېښې پر ځای وژل شوي او دوو نورو په روغتون کې سا ورکړې ده.
ده زیاته کړه چې په وژل شوو کې پنځه د وړوکي لاهور کلي او درې د یارحسېن کلي اوسېدونکي دي.
لیاقت خان وویل چې په جګړه کې د ښکېلو یوې غاړې هم ایف ای ار نه دی کړی خو پولیسو خپل رپورټ درج کړی دی.
دا هم وګورئ: سرکار دې د خدي او مچیخېلو ترمنځ اوربند وکړي: میرعلي لاریوند دې رپورټ تر خپرېدو په دې وژنو کې ککو کسان نه دي نیول شوي.
وړوکی لاهور او یارحسېن د صوابۍ هغه دوه کلي دي چې له یو بل سره پولې لري. هلته له کلونو راهسې د مځکې پر سره دا شخړه روانه ده.