هدفي وژنې وېره خپروي او له خلکو د حق ویلو جرات اخلي: خوستي فعالان

فعالان وايي، په دې وروستیو کې د خبریالانو د ګواښلو تر څنګ د هغوی د وژنو قضیې په ډېریدو دي.

خوستي روڼ اندي او خبریالان له افغان حکومت او امنیتي ادارو غواړي چې د دوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.

خوستي فعالان داسې مهال د خپل فردي او ټولنیز خوندیتوب په اړه انديښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د خبریالانو، مدني فعالانو او د ټولنې د مخکښو افرادو هدفي وژنې او پر هغوی وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.

خوستي فعالان وايي، که افغان حکومت د ټولنې د مخورو کسانو، فعالانو او د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر جدي نه کړي، نو هغوی به یو-یو له منځه ځي او په خلکو کې به وېره خپرېږي.

خوستیو فعالانو او خبریالانو یادې څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۴مه په دې ولایت کې د "هوا" په نوم د یوې سیمه ییزې رسنۍ د کلیزې د لمانځنې په پار د جوړې شوې غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

خبریال کبیر خان مشفق وویل، په وروستیو کې د خبریالانو د ګواښلو تر څنګ د هغوی د وژنو قضیې په ډېرېدو دي.

نوموړی زیاتوي، دا ډول قضیې د رسنیو، خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره د انديښنې لامل شوي.

مشفق وايي، افغان حکومت دا ډول قضیو ته په سمه توګه رسېدنه نه ده کړې او د دوی د څېړنو او اجرااتو پایلې هم له رسنیو او خبریالانو سره نه دي شریکې شوي.

یو شمېر ښځینه فعالانې او خبریالانې هم غونډې ته ورغلې وې

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد فاروق جان منګل د جګړې له ښکیلو لورو د مدني فعالانو او خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړی له امنیتي او کشفي ادارو غواړي، چې د یادو قشرونو د ژوند او فعالیتونو د خوندیتوب لپاره په خپلو پلانونو له سره فکر وکړي، تر څو په مرکز او ولسوالیو کې يې ژوند خوندي شي.

مدني فعال اسدالله فروتن وايي، هدفي وژنې په افغانستان کې له پخوا شته، خو په دې وروستیو کې يې لړۍ چټکه شوې ده.

دی زیاتوي، دا حالت په ټولنه تیاره راولي او له خلکو د حق ویلو جرات اخلي:

"هدفي وژنې له پخوا روانې دي، خو په دې وروستیو کې د ټولنې د مخورو، خبریالانو، د مدني فعالانو او د هغو کسانو چې د بیان ازادي سره يې څه نا څه رابطه شته، دوی هدف لاندې نیول کیږي او وژل کیږي او که افغان دولت بې توپیره پاتې شي او امنیتي تدابیر او تصامیم ونه لري، نو زموږ مخور به له منځه ځي، ویره به خوریږي، دلته به تیاره راځي او څوک به حق وینا نه شي کولی."

په خوست کې د یو سیمه ییز تېلېویژن ویاند منیر بهار بیا وايي، د لویو او وړو حکومتي مسوولینو د ساتنې لپاره افراد شته، خو یوازې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دي، چې امنیت ته يې د چا پام نشته او له همدې کبله د دوی د وژنو پيښې بیا-بیا تکرارېږي.

بل لوري ته د خوست امنیتي چارواکي په هېواد کې وروستیو هدفي وژنو او بریدونو ته په کتو په دې ولایت کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داود ځاځی وايي، چې ددې قشرونو لپاره ځانګړې او ۲۴ساعته تلیفون شمیره فعالوي او امنیتي ادارې به د دوی په خدمت کې وي:

"د ټولنې مخور قشر، مدني فعالانو او خبریالانو ته ډاډ ورکوم، چې ستاسو امنیتي ځواکونه بلخصوص پولیس شپه او ورځ ستاسو په خدمت کې دي، ستاسو د خوندیتوب لپاره به همیشه هلې ځلې کوي او هيڅ نوع کمک او مرسته به نه سپموي، ستاسو لپاره به یوه ځانګړې شمېره فعاله ساتي، د مشکل په وخت کې ورسره تماس نیولی شئ، د تشویش وړ خبره نه ده، پولیس مو په خدمت کې دي."

له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمدالیاس داعي، د طلوع نیوز پخوانی ویاند یما سیاووش، په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریاله کلثوم چې په ملاله میوند مشهوره وه، په تعقیب يې په غزني کې د الجزیره ټېلېوېژن او اسوشیېټېد پریس خبریال رحمت الله نېکزاد او د ډېسېمبر پر ۲۳مه کابل کې په یو وسله وال برید کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وژنې د خبریالانو، د بشر حقوقو او د مدني ټولنو د فعالانواندېښنې پارولي او له اړوندو ادارو يې په جدیت غوښتي چې مخه يې ونیسي.