د پخوانۍ فاټا خاصه دار بیا د خپلو حقونو لپاره غونډې کوي

د پخوانۍ فاټا خاصه دارو کمیټۍ د خپلو حقونو لپاره یو ځل بیا مشورتي غونډې پیل کړي دي او غوښتنې کوي چې د فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو پر وخت کړې ژمنې دې ورسره ومنل شي.

د خاصه دارو کمیټۍ چیرمین سید جلال وزیر مشال ريډيو ته وایي، څه باندې اته ویشت (۲۸۰۰۰) خاصه دار او لیویز غواړي حکومت دې د بندوبستي ضلعو د پولیسو برابر حیثیت او مراعات ورکړي او قبایلي ضلعو ته دې د ډي پي او نه لاندې عهدو باندې پولیسو افسران له نورو بندوبستي ضلعو نه ورلیږي.

نوموړی زیاتوي، (پولیسو یې نظام روان کړی دی، روزنامچه او ایف ای آر کاږي خو اوس مسلې دا دي چې له بندوبستي ضلعو تربیت یافته افسران رالیږي او زمونږ کسان له پامه غورځوي،یوه قبضه یی شورو کړې،پکار وه مونږ ټول یی رینک او سینیارټي سره ضم کړي وې، دا خبره هم پکې شوې وه چې کوم تن د پولیسو نوکري نه شي کولې نو د هغه تن زوی یا د کورنۍ بل غړی به یې یو وار برتي کېږي او زموږ ځوانانو ته به انوسټيګیشن او داسې نور تربیتونه ورکوي، او د ډي پي او نه لاندې تن به له تاسو اخلو خو داسې وه نه شو.)

د مومندو یو مشر خاصه دار پشم ګل وایي: (په قبایلي ضلعو کې تاڼې جوړې شوي د پولیسو کار رانه اخلي خو پوره حیثیت یې نه راکوي او که داسې نه شي نو بیا دې بیرته موږ ته خپل پخوانی حیثیت راکړل شي، د پولیسو برابر مراعات به راکوي، که داسې نه کوي نو بیا دې خپل پخوانی حیثیت راکړي.)

دا هم وګورئ: باجوړ: د لېویز او خاصه دارو بچیان د شهیدانو پېکېج غواړي

د خیبر ضلعې مشر خاصه دار جهانګیر اپرېدی وایي: (تر۶۰ کلنۍ پورې نوکری او پینشن ترې غواړو، دوه نیم کاله وشول چې فاټا ضم شوې خو مونږ وس هم خپل وسایل کاروو، موږ ډېرې لویې قربانۍ ورکړې دي، ټوپک مو خپل دی، وردۍ مو خپله ده، ډیوټۍ ورکوو نو بیا ولې د پولیسو رسمي حیثیت نه راکوي؟)

۲۰۱۸ کې فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوه او ورسره صوبایی حکومت تر یو آرډیننس له لارې اعلان وکړ چې خاصه دار یې په پولیسو کې ورګډ کړل خو بیا یی دا آرډیننس د ځینو قانوني او تکنیکي ستونځو له امله بیرته په یو ایکټ بدل کړ او په ۲۰۱۹ کې یی دخیبر پښتونخوا خاصه دار/لیویز فورس ایکټ ۲۰۱۹ په نوم یوه بله قانوني مسوده منظوره کړه او په لومړي ځل خاصه دارو او لیویزو ته د یو صوبایی فورس حیثیت ورکړل شو او په دې کې لیکل شوي وو چې دا به په قبایلي ضلعو کې یو ډول متبادل اضافي پولیس فورس وي او کمانډنټ به یی د ضلعې ډي پي او وي، خو بیا دا هم خاصه دارو او لیویزو رد کړ او په دې یی احتجاج وکړ او بیا د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان ورسره ژمنه وکړه چې په دې وروستني ایکټ کې به په مرحله واره توګه ترامیم کوي او د پولیس روزلز مطابق به یی په پولیسو کې شامل کړي او تربیت او ټول وسایل به ورکړي.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر ډاکټر ممد اقبال له دفتره راسره یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مالومات شریک کړل او و یې ویل چې په دوه مرحلو کې مو خوا وشا ۱۲۰ کسانوته مخصوص تربیت او کورسونه ورکړي،۴۵۰ کسانو ته مو بینادي تربیت ورکړې او نور ۴۵۰ به زر بنیادي تربیت ته ولیږل شي، د پخواني خاصه دارو ځینې داسې غوښتنې چې د پولیس رولز خلاف وي پر هغو باندې عمل نه شي کېدلی. اوس چې په خیبر کې په دا وروستو کې کوم دوه پولیس سرتېري شهیدان شول نو هغوی ته د بندوبستي ضلعو برابر شهید پیکج ورکړل شو، نو دا هر څه ښایي چې په مرحله واره توګه یی په پولیسو کې شاملوي.