د پي ټي اېم مخکښ ډاکټر سید عالم مسید د ټانک پولیسو ته وسپارل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ډېره اسماعیل خان عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په سفري ضمانت ټانک پولیس ته سپارلی. د ټانک پولیس اېس پي انوسټیګېشن تجمل خان وايي، چې ډاکټر سید عالم ورته د ریاست خلاف بغاوت په دوو مقدمو کې مطلوب و، خو د ډاکټر سید عالم یو وکیل اسد عزیز د پي ټي اېم غړیو خلاف مفدمې ناقانونه بولي.