د شمالی وزیرستان په ډېری سیمو کې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه (نن) د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او عام ولس د ناامنیو، هدفي وژنو او د ولسي وګړو د ځورونو پرضد پیه جام هړتال او لاریون وکړ.
د وزیرستان له بېلا بېلو کلیو، بانډو او ښارونو په زرګونه کسانو د سیمې پارلماني استازي او د پي ټي اېم د یوه مخکښ محسن داوړ په مشرۍ لاریون وکړ. دوی په لاسونه کې پلېکارډونه او تور سپین بیرغونه نیولي ول.
پر بېنرونو او پلېکارډونو یې د سولې شعارونه کښلي ول.
لاریونوالو په وزیرستان کې د سولې د ټینګښت، د هدفي وژنو او د پوځ له خوا د عامو خلکو د ځورولو مخنیوی او څو ورځې وړاندې په هدفي برید کې د وژلي یوه ډاکټر ولي الله لپاره د انصاف غوښتنه کوله.
پر دې مهال محسن داوړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې لاریون سره حکومت ته په ډاګه کول غواړي چې اوس د وزیرستان ولس بیداره شوی دی. دلته به د هر ظلم او جبر د مخنیوي په لړ کې ولسونه راپورته کېږي او د ظلم او جبر غندنه به کېږي.
محسن داوړ زیاته کړه: ''د نن لاریون اساسي غوښتنه مو دا ده چې څو ورځې وړاندې زمون یو ډاکټر (ولي الله) ووژل شو، هغه ته انصاف غوښتل وو او په سپین وام کې زموږ د غورځنګ یوه ځوان غړي اسلام بادشاه پر کور باندې پوځ یرغل کړی ووچې په نتیجه کې یې د هغه کور بشپړ وران کړ او اسلام بادشاه یې له ځانه سره یووړ او د کور د ورانولو دوران کې یو ګاونډی ماشوم شهید کړ شو. د دې تر څنګ په ټول وزیرستان کې خلک ځورول کېږي، پورته کول کېږي چې څوک هم د امن لپاره غږ پورته کوي. دا او د غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر او د ټولو زنداني ملګرو لپاره غږ پورته کول وو.''
د لایون یوه بل ګډونوال او د غورځنګ فعال غړی رضا وزیر مشال راډیو ته وویل، (له بده مرغه دلته په وزیرستان کې ناامني ورځ تر تل بلې زیاتېږي، خلک وژل کېږي، موږ مجبوره یو چې سړکونو ته را ووځو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره غږ پورته کړو.)
شاعر لیکوال او مدني فعال او د غورځنګ ځوان غړی جمال داوړ وویل، له حکومته غوښتنه کوي چې دلته دې امن باوري کړي که حکومت امن نه شي راوستلی نو بیا دې له وزیرستانه امنیتي ځواکونه ووځي او وزیرستانی ولس دې نه ځوروي.
د یاد لاریون په اړه حکومت خپل نظر نه دی څرګند کړی البته تر دې وړاندې حکومتي او پوځي چارواکیو په وار وار ویلي دي چې په سیمه کې یې امن پر ځای کړی دی، وسلوال یې له سیمې شړلي دي او د هدفي بریدونو د نیولو هڅه کوي او د بدې پېښو د مخنیوي په لړ کې عام ولس نه ځوروي بلکې څوک چې په دغه بدو پېښو کې ککړ دي د هغوی ضد چاڼیز عملیات کوي.
په شمالي وزیرستان کې د روانې ناامنۍ، هدفي بریدونو او د ولسي وګړو د ځورولو پرضد وخت په وخت لاریونونه او پرلتونه شوي دي او ځايي ولس بیا بیا د امن او کرارۍ راوستو غوښتنې کوي.