د غلام خان لارې په رسمي ټرانزیټ کې دې بیړه وشي: خوستوال

د خوست سوداګر وايي،د ټولو ولایتونو د خلکو هیله هم دا ده چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ کیدو مراحل دې سرته ورسېږي.

د افغانستان د خوست سوداګر، د ترانسپورټي اتحاديو غړي او د لویو موټرو ډرايوران له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د غلام خان لارې د ټرانزيټ کېدو په برخه کې دې خپلې هڅې چټکې کړي.

دوی زیاتوي، د غلام خان لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لخوا په رسمي توګه ټرانزيټ شي.

دوی د افغان حکومت ځینې مسوولین تورنوي چې د غلام خان لارې په ټرانزیټ کې جدي ګامونه نه پورته کوي.

په خوست کې د یوې ټرانسپورټي اتحاديې مشر سردار خان ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې هلته مالونه راغلي او ترانزیټ اماده دی او د پاکستان لوری هم ورته اماده شوی دی.

"زموږ چارواکي تر اوسه بې توپیره پاتې دي، نو موږ د حکومت، ولسمشر، او د بهرنيو چارو له وزيره غوښتنه کوو چې دوی اړوند مسوولین وهڅوي او ټرانزیټ ته دې پوره تیاری ونیسي."

خوستي سوداګر وایي، د غلام خان بندر د ټرانزيټ پر مسله دې له دې زیات ځنډ نه کېږي، له هغې پرته به د خوست اوسېدونکي په سوله ییزو او مدني حرکتونو لاس پورې کړي، چې مسولیت به یې بیا د هغو ادارو په غاړه وي، چې دا کار په يوه او بله پلمه ځنډوي.

دوی د افغان حکومت ځینې مسوولین تورنوي چې د غلام خان لارې په ټرانزیټ کې جدي ګامونه نه پورته کوي.

د خوست سوداګرو اتحادیې مرستیال انور افغان وویل، د خوست او په دې سيمه کې د ټولو ولایتونو د خلکو هیله هم داده چې د غلام خان لارې د ټرانزیټ کېدو مراحل دې سرته ورسېږي.

ده زیاته کړه، که د خوست خلکو غوښتنې ونه منل شي نو دوی به د اعتراض په بڼه عمومي لارې وتړي.

د خوست ولايتي مسولین وايي، چې د غلام خان بندر پر وړاندې ټولنيزې ستونزې هوارې شوې او دوی ټرانزیټي فعالیتونو ته تیاری لري.

بل لورې ته د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په اصولو کې د غلام خان بندر د ټرانزيټ کېدو پر سر د دواړو هېوادنو ترمنځ موافقه شوې ده او په مناسب فرصت کې به د دواړو هېوادنو د مشرانو یا استازيو لخوا رسمي اعلان شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی ريیس شمیم خان کټوازي خوست ته په خپل وروستي سفر کې د خلکو یوې غونډې ته وویل:

"د یو شمېر نورو برنامو په خوا کې یوه هم د غلام خان عملاً ټرانزیټ کېدل دي، کار يې خلاص دی، په رسمیاتو کې څه شی نه دې پاتې، یوازې هغه اعلان چې باید رسمي وشي، یوازې د ټرانزیټ برخه يې پاتې ده، نور خو سوداګریز مالونه ورباندې ځي او راځي او فعالیتونه ورباندې پیل شوي دي. "

د غلام خان لاره چې کراچۍ بندر ته د نورو لارو په پرتله نېږدې ۴۰۰ کیلوميټره کمه ده، د دې سیمې د دواړو لورو خلکو يې په پرلپسې توګه د ټرانزیټ غوښتنې کړې دي.

که څه هم اوس د دواړو لورو حکومتونو د دې کار لپاره تیاری څرګند کړی او په دواړو خواوو کې يې تاسیسات جوړ کړي، خو لا هم معلومه نه ده چې دا لاره به کله په عملي توګه ټرانزیټ شي.