د خېبر د ليري پرتو سيمو خلک د شناختي کارډ جوړولو ګرځنده ټېمونه غواړي

د خېبر نقشه

د خېبر ليري پرتو سیمو تیرا، ذخه خیل، شلمان او ملاګورو اوسیدونکي وایي چې د شناختي کارډونو له جوړولو محرومه دي. دوی وايي په ځانګړې ډول ښځې ډېرې ستونزې لري ځکه چې دوی د کلتوري محدودیتونو او سفري ستونزو له امله په ښارونو کې د نادرا دفتر نه شې تللی.

خلکو غوښتنه کړې چې د دې مسلې د حل لپاره بايد د دوی سيمو ته موبايل يا ګرځنده نادرا دفتر برابر کړل شي.

د باړې یو مدني فعال، ګل ناظر اپریدي د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډیو ته وويل په ملک دین خیل، کمرخیل، شین کمر، زاوه او تر تیرا تور توت پورې غریزې سیمو کې خلک د شناختي کارډونو د نه شتون له وجې د ګڼو ستونزو سره مخ دي. ((ځوانان چې ودونه یی کړي کارډ نه لري. دوی اوس هم خپلو پلرونو سره لیکل کیږي. تر دیرشو او څلویښتو کالو پورې میرمنو هم کارډونه نه دې اخیستې. د دې وجې دا ده چې دوی د نادرا له دفترونو ډير لرې پراته دي.))

دا هم وګورئ: پاکستان کې ۱۲۰۰۰۰۰۰مېرمنې شناختي کارډونه نه لري: اپوزېشن

د هغه په خبره اوس شناختي کارډ د حکومت د وړیا علاج پروګرام لپاره ډير مهم دی نو ځکه بايد حکومت دې سيمو ته د نادرا ګرځنده ټیمونه ورولیږي او خلکو له شناختي کارډونه جوړ کړي.

د باړې یو بل تن شیخ ګل اپریدي هم د نادرا دفتر له نه شتونه شکايت لری. هغه د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل د دې مسلې يو حل په حجرو کې د شناخت جوړولو سهولت برابرول ضروري دي. ((په باړه کې چې د نادرا کوم دفتر دی. هغلته د ورځې ډېر لږ شناختي کارډونه جوړیږي. ډېره ګڼه ګوڼه وې پرې. نو په داسې کې په د ليري پرتو سيمو خلک څه کوي؟ خصوصا ښځې! دوی چې باړې ته ځي، هم یې کرايه ډېره لګي او هم پرې دوه درې شپې ورځې تېريږي.))

که خلک د نادرا د دفتر د ګاډو امنيت ساتلی شي، موږ به یې ورته ورکړو
اقبال اپریدی

د خېبر د مرکزي نادرا دفتر یو چارواکي چې خپل نوم او غږ خپرول یې نه غوښتل،‌ نشر شي مشال ریډیو ته وویل چې دوی د ښځو لپاره د جمعې ورځ ټاکلې ده او په دې ورځ دوی کولی شي چې په اسانه خپل شناختي کارډونو لپاره د خېبر په هر نادرا مرکز کې خپل اسناد او فارمونه جمع کړي.

بلخوا له باړې څخه د قامي اسمبلۍ غړي او د قبایلي او سرحدي چارو سیفران پارلیماني سیکرټري، اقبال اپریدی وايي دوی کولی شي ليري پرتو سيمو ته د نادرا ګرځنډه ټېمونه ولېږي خو د دې لپاره د امنيت شرط شته دی.

هغه د جنورۍ په ۳۰مه، مشال راډيو ته وویل: ((که چا ته هم د نادرا موبایل وېن یا ګرځنده سهولت پکار وي نو مونږ سره دې په باړه کې وویني. مونږد هر خالي په ورځ د باړې په دفتر کې موجود یو. چې د کوم کلي ضرورت وي نو د خپلې سریشتې د مشر نه دې لیکل راوړي. که د نادرا د موبایل وېن حفاظت ذمه واري اخیستې شي مونږ به یی ورولیږو.))