میانمار چې پخوانی نوم یې برما دی د فېبرورۍ پر ۱۲مه هم پکې په زرګونه خلکو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.
د میانمار ولس په دغه هېواد کې د کودتا، د منتخبې مشرې انګ سان سوچې او نورو حکومتي غړیو د ګرفتارولو خلاف راوتلي دی. په ځینو ښارونو کې د پولیسو او د مظاهرهچیانو ترمنځ د نښتو راپورونه هم دي.
رویټرز خبري اژانس لیکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ترمخه د فیبرورۍ د لومړۍ راهیسې نږدې ۳۵۰ کسان نیول شوي دي چې پکې حکومتي غړي، د بشري حقونو کارکونکي، مدني فعالان او راهبان شامل دي.
دا له هغې وروسته ده چې د میانمار پوځ د فیبرورۍ پر لومړۍ نېټه سهار مهال کودتا وکړه، او د چاپو پر مهال یې د هېواد مشره انګ سان سوچي او د واکمن ګوند نور لوړ پوړي غړي ګرفتاره کړل. له دغې وروسته د میانمار ولس په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې. یو مظاهره کونکی وايي ((چې کله جنرال نې وګټله نو له هغه وخت راهېسې زموږ هېواد کې د پوځ واک دوام لري، دوی د هېواد ټول وسایل د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، او غواړي چې یوازې د پوځ کورنۍ پر ټولو وسایلو قابض وي، دوی د هېواد او ولس د پرمختګ لپاره هېڅ نه کوي.''
دا وخت د میانمار په پلازمینه نېپېدوی ، ینګون او ګڼو نورو ښارونو کې په لسګونه زره مظاهرهکونکي غوښتنه کوي چې واک دې د دوی منتخب حکومت ته بېرته ورکړل شي او پوځ دې په سیاسي او حکومتي چارو کې مداخلت نه کوي.
رویټرز لیکي د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکي روانه اونۍ په جینېوا کې د بشري حقونو شورا ته په یوه خصوصي غونډه کې وویل د ځینو ویډیوګانو، عسکونو او راپورنو څخه دوی ته مالومات تر لاسه شوي دي چې د میانمار امنیتي عسکر د مظاهره چیانو خلاف په ښکاره توګه وسله استعمالوي او دا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو ښکار خلاف ورزي ده.
د راپورنو له مخې د جمعې ورځې مظاهرې ارامه وې خو د فېبرورۍ د لومړۍ نېټې وروسته په دغه ورځ تر ټولو زیات خلک چې شمېره یې لسګونه زره وه په دغو مظاهرو کې برخه واخېسته.
د پوځ دریځ
د فېبرورۍ پر ۱۲مه په پلازمینه نېپیدو کې د پوځ مشر جنرال مین انګ هلېنګ وویل پوځ یې تل د ولس د حقونو خیال ساتلی دی ''د میانمار پوځ تل له ولس سره دی، ولس په مثال د مور او پلار دي، پوځ تل د هېواد د قانون او ایین مطابق کار کړی دی.''
جنرال مین د ۲۳۰۰۰ قیدیانو د خوشې کولو اعلان هم وکړ، دغه وینا چې د هېواد پر سرکاري میډیا نشر شوه، جنرال مین وویل دا وار کودتا له پخوانیو هغو بدله ده، دوی په هېواد کې امن راوستل غواړي او زیاته یې کړه هم د دغې له وجې غواړي چې دغه قیدیان خوشې کړي او د ټولنې ښه وګړي ترې جوړ کړي، په دغو کې ۵۵ غېرملکي تنان هم شامل دي.
نړیواله ټولنه
د امريکا ولسمشر جو بايډن د یوه صدارتي فرمان په جاري کولو سره د میانمار د پوځ پر هغو غړيو بنديزونه لګول شوي چې د اوسنۍ راغلې کودتا مشري یې کوله.
بايډن د فېبرورۍ پر ۱۰مه د دې اقدام اعلانولو پر مهال د برما پر پوځي جنرالانو ټينګار وکړ چې واک پرېږدي او ولسي خوښې ته درنښت ورکړي.
نوموړي يو ځل بيا د برما پر پوځ غږ وکړ چې نيول شوي جمهوري سياسي مشران او فعالان خوشې کړي.
بايډن ويلي چې د انتظامي امر مقصد د کودتا رهبري کوونکو پوځي مشرانو پرضد بنديزونه لګول دي چې د هغوی کاروباري ګټې او د کورنۍ نېږدې غړي هم پکې شامل دي.
د ولسمشر بایډن انتظامیې د فیبرورۍ پر ۱۱مه ویلي د میانمار د پوځي واکدارانو خلاف د نورو سختو بندیزونو لګولو امکان هم شته. د نوو بندیزونو له مخې به په امريکا کې د يو ارب ډالرو پانګو ته د برمي جنرالانو د لاسرسي مخه هم ونیول شي.
د فیبرورۍ پر ۱۱مه د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي د ولسمشر بایډن انتظامیه به د میانمار موجوده موقتي ولسمشر او ځینې نور هغه پوځي افسران په تور لسټ کې اچوي، چې په دغه هېواد کې د منتخب حکومت په ختمولو کې لاس لري.
انګ سان سوچي
په ميانمار کې د ۲۰۱۵ز کال په نومبر میاشت کې عام انتخابات وشول چې په نتيجه کې يې تر ۸۰ فيصده زياتې رايې د مېرمن آنګ سان سوچي نېشنل لیګ فار ډېموکرسي ګوند وګټلې. دغه ګوند په هغه وخت کې په اپوزیشن کې وو.
د ميانمار د پوځ مشر مين آنګ هلېنګ چې په هغه وخت کې هم د پوځ مشر وو، په انتخاباتو کې یې د آنګ سوچي د ګوند بری منلی وو او هغې ته يې مبارکي هم ورکړې وه. پوځ په هغه وخت کې ژمنتيا ښودلې وه چې د ولس د رايو احترام به کوي او د حکومت جوړولو په برخه کې به له مېرمن آنګ سوچي سره مرسته کوي.
د دې هېواد د آيين له مخې د پوځ مشر اختيار لري چې په انتخاباتو کې پر برخې نه اخيستلو سربېره په پارليمان کې ۲۵ فيصده برخه په مستقيم ډول پخپله خوښه وټاکي او ورسره په کابينه کې درو وزاراتونو لکه دفاع، کورنيو چارو او د سرحداتو د ساتنې ته وزيران وټاکي.
۷۵ کلنه آنګ سان سوچي د ۱۹۹۰مې او ۲۰۰۰مې لسيزې پر مهال څو ځلې د ميانمار د پوځي حکومت لخوا په کلونو په خپل کور کې نظر بنده وه. نوموړې د جمهوريت لپاره د يوې فعالې په توګه شهرت لري او په ۱۹۹۱م کې يې د سولې نوبل جايزه هم وګتله. په ميانمار کې د نوموړي د ګوند بری د جمهوريت برياليتوب ګڼل کيږي.
روهنجیا مسلمانان
په ۲۰۱۷ز کال کې د روهنجیا د مسلمانانو مسله هغه وخت په ډاګه شوه، چې په زرګونه روهنجیا مسلمانان په کډه کولو مجبوره شول. د بدهایانو اکثریت لرونکي راخین ریاست کې د تشدد پېښې د ۲۰۱۷ز کال په اګست میاشت کې پېل شوې وې، چې پکې روهنجیایي وګړو وییلي وو (د هغه وخت) د میانمار متخب حکومت پرې تشدد کوي. له هغه راهیسې شاوخوا درې لکه اتیا زره روهنجیايي وګړي ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدلي وو.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرس هم په ۲۰۱۷ م کال کې د مېرمن سوچي په ګډون د برما پر مشرانو ږغ کړی وو چې پر روهنجیا مسلمانانو دې تشدد پای ته ورسوي.
په هغه وخت کې د انګ سان سوچي منتخب حکومت ویلي وو، دوی عام خلک نه په نښه کوي بلکې یوازې د روهنجیا وسله والو ته ځواب ورکوي.