خيبر پښونخوا صوابۍ عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د برتانيې مشر او د بشري حقونو فعال يوسف علي خان د پلټنو په خاطر د درې ورځو لپاره پوليسو ته سپارلی دی.
د صوابۍ د یار حسيېن تاڼې تفتیشي افسر فضل مالک د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل، پر يوسف علي خان په برتانيا کې د پاکستان پرضد د کرکې خورولو مقدمه درج شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ لياقت مترا د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې يوسف علي خان په برتانيا کې ژوند کوي چې د خپلې مړې شوې ترور د غمرازۍ لپاره صوابۍ ته ورغلی وو او پوليسو د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه ګرفتار کړ.
نوموړي زياته کړه چې پوليسو پر هغه د هغې وينا له کبله اېف ای ار درج کړی چې يوسف علي خان په ۲۰۱۹ز کال کې د برتانيې د لندن په بارنېټ کې د پښتون سياستوال خان عبدالصمد خان اڅکزي د تلين لمانځغونډې ته کړې وه.
نوموړي زیاتوي، د افسوس خبره دا ده کله چې یوسف علي خان د فبرورۍ پر ۱۵ (نن) د مردان ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو نو پولیسو عدالت ته پر هغه د ترهه ګرۍ دفعې لګولو خواست وکړ. دی وايي له دې وروسته بیا عدالت یوسف علي خان په درې ورځني جوډیشل ریمانډ د یارحسین تاڼې پولیسو ته وسپارلی.
د ذکر ده له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړې علي وزیر د ډیسمبر په شپاړسمه د پېښور پولیسو نیولو وروسته د کراچۍ پولیسو ته په لاس ورکړی وو.
د کراچۍ د پولیسو وینا وه چې نوموړي د پروسږکال د ډیسمبر په شپږمه په کراچۍ کې د یوې جلسې پر مهال د ریاست ضد تقریر کړې وو.
د علي وزیر سره نور ملګري هم نیول شوي دي.
دا هم وګورئ:
پي ټي اېم وايي، زموږ غړي دې پريښودل شيعدالت د علي وزیر ضمانت و نه مانهوزیرستان کې د ناامنیو او هدفي وژنو ضد پیه جام هړتال او لاریونونهدا رنګ د غورځنګ یو بل مخکښ ډاکټرسید عالم مسید د سږني کال د جنورۍ په څلورمه د پېښور پولیسو نیولی او پر هغه یې تور پورې کړی چې د ریاست ضد ویناوي یې کړي دي. دی چې راپرېښودل شو نو د ډېره اسماعیل خان پولیسو ونیولو او د ټانګ پولیسو ته يې حواله کړو.
خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي او وايي دوی د امنیت لپاره سوله یزه مبارزه کوي.