د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ويلي، تحريک يې غواړي، ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړل شي چې دارنګه ولس په عدالتي نظام باوري شي.
منظور پښتين د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه په بنو کې د ورکو کسانو لپاره د غورځنګ احتجاجي کېمپ کې ناستو خلکو ته په وينا کې وويل، غورځنګ یې د هر لادرکه کس معلومات غونډوي او له عدالت او ان له ملګرو ملتونو سره يې شريکوي.
نوموړي زياته کړه چې کله عدالت د خلکو مسيلې نشي حلولای نو په نتيجه کې يې د خلکو او عدالت ترمنځ بې باوري پیدا شي.
په کېمپ کې د لادرکه کسانو يوشمېر کورنۍ هم ناستې وې چې د خپلو ورکو وګړو عکسونه يې په لاسونو کې نيولي ول.
په پاکستان کې د پښتنو ترڅنګ بلوڅان او سینديان هم په لوی شمېر کې ورک دي چې د موندلو لپاره يې فعاله تنظيمونه او د بشري حقونو سازمانونه د ورکولو تور د پاکستان پر پوځ او جاسوسي ادارو لګوي خو پوځ او حکومت تل دغسې تورونه رد کړي دي.
دا هم وګورئ:
د پوځ ویاند څرګندونو ته د ورکو بلوڅانو کورنیو غبرګوند اسد خان اڅکزي مړی په چمن کې خاورو ته وسپارل شو جبري ورکونه به جرم ګرځي: شېرین مزاريپه دا وروستيو کې د سيند او اسلام اباد های کورټونو هم په مقدمو کې د خلکو ورکولو د لړۍ ودرولو غږ کړی وو.
د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴مه خبريالانو ته ويلي ول چې د ورکو کسانو ستونزه به ژر هواره شي.
د پاکستان حکومت هم ويلي چې په دې اړه قانون جوړوي.