د خیبر د ناروغیو مخنیوي اداره وايي، په سیمه کې ملاریا په کمېدو ده خو د لیشمنایسېس ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.
دا دواړه ناروغۍ د دوو مختلفو ماشو له چیچلو خپرېږي چې پکې یې ملاریا مرګونې ده خو په لیشمنایسېس یا لیشمېنیا کې پر وجود لوی دانې راخېژي.
د خیبر د ناروغیو د کنټرول ادارې مشر نعمت شاه اپرېدي پرون مشال راډیو ته وویل چې حکومت په ضلع کې د ملاریا د وړیا تشخیص او درملنې ۴۸ مرکزونه جوړ کړي. دی وايي، د حکومتي اقداماتو له وجې د ملاریا پېښې کمې شوې دي.
دا هم وګورئ:
مردان کې لیشمېنیا لسګونه کسان ناروغه کړيپه مومندو کې ګڼ ماشومان د لېشمېنیا ناروغۍ نیوليد جمرود روغتون ته د هره ورځ د لېشمېنیا ناروغان وروړل کېږياپرېدي له ولسه وغوښتل چې د لیشمنایسېس تشخیص او درملنې لپاره دې یوازې حکومتي کلېنېکونو او روغتونونو ته ځي. نوموړي وویل، د لیشمنایسېس ناروغۍ ستنې (پيچکارۍ) ورسره کمې دي ځکه چې دا دوا په پاکستان کې نه جوړېږي او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یې هغه هېواد ته ورکوي.
د ده په وینا، په ۲۰۲۰ز کال په خیبر کې د لیشمنایسېس اووه زره پېښې ثبت شوې وې.
اپرېدي زیاته کړه چې خلک دې د خوب پر وخت پشه خانې (مچر دانۍ) کاروي، اوبه دې ډنډېدو ته نه پرېږدي او په خپلو کلیو کې دې د ماشو ضد دوا وپاشي چې ورسره د ناروغیو مخنیوی ممکن شي.