د بنو په جانيخېلو کې د څلورو تنکيو ځوانانو د وژنې پرضد په ياده سيمه کې احتجاجي پرلت نن په دويمه ورځ هم دوام لري.
د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول.
د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.
د پرلت یوه ګډونوال عیدالرحمان مشال راډيو ته وویل د جانیخېلو قبیله له حکومته څلور غوښتنې لري چې پوره شوې نه وي نو پرلت به یې روان وي.
لومړی: دلته د پوځ کرنل دې د دغه پېښې زمه واري ومني ځکه چې د دې سیمې د امنیت مسولیت د ده پر غاړه دی.
دویم: دلته دې سرکار د ښه او بد طالب تګلاره ختمه کړي.
درېم: د دغه څلور ځوانانو کورنیو ته دې شهدا پېکېج (پانګه) ورکړل شي.
څلورم: د دغه ځوانانو د وژنې عدالتي پلټنې دې وشي.
دا هم وګورئ:
شمالي وزيرستان: وسله والو يوه ښځه په کور دننه وژلېشمالي وزیرستان کې ۱۴ کاله وړاندې د ورک کس مړی موندل شویشمالي وزيرستان: د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره احتجاج شویخو د بنو پوليسو وياند اصف حسن نن مشال راډيو ته وويل چې د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده او د د جانیخېلو د څلورو ځوانانو د وژنو پلټنې يې پیل کړې دي.
د څلور تنکیو ځوانانو د وژنې پرلت په جانیخېلو کې د پوځي کلا مخې ته روان دی. په یاده سیمه کې له تېرې څه موده راهیسې هدفي وژنې او ناامنۍ په زیاتېدو دي. د جانیخېلو ترڅنګ په ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې هم د هدفي بریدونو او ناامنیو پرضد بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ، ځايي ځوانان او ولس لاریونونه کړي.
خو سرکار او پوځ وايي، د امن پرځای کولو لپاره یې ځانګړي عملیات دوام لري.