د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۱۴ کاله وړاندې د ورک کس مړی موندل شوی


شمالي وزیرستان
شمالي وزیرستان

په شمالي وزيرستان کې د روانې مارچ میاشتې پر څلورمه نېټه د يوه داسې تن هډوکي موندل شوي چې د زوی په ادعا پلار یې په ۲۰۰۷ز کال ورک شوی وو.

د رزمک تحصیل پولیس له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړې چې په ګړيوم علاقه کې د يو سړک په جوړېدو کار روان وو او هلته هډوکي ترلاسه شوي، چې ورسره د پلاسټک په تېلۍ کې شناختي کارډ او څو روپۍ هم وې.

پوليس وايي په شناختي کارډ محمد سلام نوم ليکل شوی دی او په شناختي کارډ جوړ عکس کې ليدل کيږي چې دغه تن سپين ږيری دی.

يو پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط ډیوه راډیو ته ویلي دي، د دغه تن زوی ورغلی او پېژندګليو يې کړې چې دغه شناختي کارډ يې د پلار دی او په ۲۰۰۷ز کال کې بې درکه شوی وو.

په دغه موده کې هلته په شمالي وزیرستان کې له تحریک طالبان پاکستان سره سره ځینو نورو وسله والو ډلو فعاليت درلود چې پروړاندې یې په ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پیل شول. په هغو عملیاتو کې له سیمې د لکونو په شمېر کې خلک کډوال شول او بيا پوځي او حکومتي چارواکو دعوه کړې چې علاقه يې له وسله والو تندلارو څخه پاکه کړې او د علاقې نه کډه شوي زيات خلک ستانه کړل شول خو بیا هم هلته وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي، پر پوځ او نورو او امنيتي ادارو په سرتيرو بريدونه، بمي چاودنې او د ځايي خلکو هدفي وژنې هم کيږي.

د ناامنۍ زیاتېدونکیو پېښو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ بیا بیا پرلتونه، احتجاجونه او لاریونونه کوي.

XS
SM
MD
LG