د بنو په جانيخېلو کې خلکو د څلورو وژل شوو زلميانو د مړو له ښخولو انکار کړی او د پوځي کلا مخې ته یې په درېیمه ورځ هم خپل احتجاج روان ساتلی.
دا خلک غوښتنه کوي چې د دغو ځوانانو د وژونکو معلومولو لپاره دې عدالتي پلټنې وشي، له کورنيوو سره دې یې د شهدا پیکېج هومره مرسته وشي او د هر ډول (ښه او بد) وسله والو مخه دې ونيول شي.
مړي د امنيتي ځواکونو د پوستو سره نیزدي موندل شوي. د دې پلټنې غواړوډاکټر سبحان
د پرلت يو ګډونوال، ملک معیز خان د مارچ په ۲۳مه مشال ریډیو ته وویل چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې یې د ځوانانو او مشرانو د وژل کېدو سلسله بايد ودرېږي. ((د ضلعي انتظاميې چارواکي راغلي ول. مونږ ورته وويل چې تاسو اختیار نه لرئ. څوک چی اختیار لري. هغوی دې د غوښتنو د پوره کولو ډاډ راکړي. زموږ پر خاوره امنيتي ځواکونه هم پراته ديخو بيا هم وژل کېږو.))
د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول. د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.
د پرلت والو په خبره تر هغې به مړي خاور ته ونه سپاري تر څو چې ورته واکمنو د امن او غوښتنې د پوره کېدو يقين نه وې ورکړی. په وژل شوو کې د يوه ځوان، احمد تره ډاکتر سبحان وايي که حکومت ورته ډاډ ورنه کړي نو دوی به خپل مړي اسلام اباد ته د احتجاج په توګه يوسي. هغه د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل: ((له امنيتي زمه وارو کسانو څخه دې هم پوښتنه وشي چې د دوی د چيک پوسټونو سره نيزدي مړي موندل شوي دي.))
دا هم وګورئ: د جانیخېلو پرلت د څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې عدالتي پلټنې غوښتېیاد پرلت ته د پښتون ژغورنی غورزنګ مشر منظور پښتین او د غورزنګ بل مخکش او د پاکستان پارلیمان غړی محسن دوړ هم نن ورغلي دي، دوي هم خپلو ویناوو کی وویل چی نور دی حکومت د ګډ بډ پالیسي ختمه کړي، حفیقي امن دی باوري کړي،
دې احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او په پارلمان کې د وزیرستان استازی، محسن داوړ هم ورغلي وو. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د مظاهره چيانو خبرو ته غوږ ونیسي.
پولیسو د ځايي ځوانانو د وژنې په تړاو د نامعلومو کسانو په خلاف ايف ای ار درج کړی دی. خو د جانيخيلو پرلت وال وايي چې دا کافي نه ده. رېحان وزیر د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د ښو او بدو وسله والو پر ضد دې يو شان عمليات وشي چې خلک په امن شي.
د پاکستان پوځ دريځ لري چې په قیايلي ضلعو کې يې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عملیات کړي او د هغوی ملا یې ماته کړې ده. د ضلغي انتظاميې چارواکي د مارچ په ۲۲مه د جانيخيلو احتجاج ته ورغلي وو او هغوی ته یې د پوره پلټنو د ډاد تر څنګ د امنيت باور ورکړ خو پرلتوال یې مطمین نه شوای کړلی.