د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه خوله په برما کې د سوله ییزو مظاهره چیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د سلګونه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سخته غندنه کړې ده.
چین البته د برما په اړه د اپرېل د لومړۍ نېټې بیان د موثریت کمولو هڅه وکړه.
په بیان کې راغلي چې د امنیت شورا غړي په برما کې په چټکۍ خرابېدونکي وضعیت اندېښمن کړي او د سوله ییزو احتجاج کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه ملکي وګړو د مړینو سخته غندنه کوي.
ډېپلوماټانو پر دې موضوع تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته وویل، غربي هېوادونو غوښتل چې په بیان کې د ممکنه نورو اقداماتو اشاره هم ورکړي چې اکثر یې د بندیزونو معنا لري.
خو چین چې د برما ګاونډی او نېږدی ملګری هېواد دی، د دې خبرې د ذکر کولو مخه یې ونیوله.
دوی وايي، بیجنګ همداراز غوښتنه وکړه چې په بیان کې دې د سلګونه ملکي وګړو د وژنې پر ځای د ((مړینو)) لفظ وکارول شي.
ډېپلوماټان زیاتوي، روسیې هم څو ځلې د بیان د متن مخنیوی وکړ ځکه چې مسکو غوښتل پکې یوه جمله د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د مړینو د غندنې هم شامله کړي.
په برما کې د فبرورۍ پر لومړۍ له کودتا راهیسې، د امنیت شورا غړو درې متفقه بیانونه خپاره کړي دي.
دا هم وګورئ:
امريکا له برما څخه د خپل سفارت ځينو کسانو ته د وتلو امر کړیپه برما کې پر مظاهره چیانو تشدد د منلو وړ نه دی:ګوتېرش ولسمشر جوبایډن په برما کې د پوځ له خوا د خلکو وژل غندلي د نړۍ د ۱۲ هیوادونو پوځي مشرانو د برما د پوځ غندنه وکړهدا په داسې حال کې ده چې په برما کې د فېبرورۍ مياشتې له پوځي کودتا وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۲۱ کودتا ضد مظاهرچيان وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات زنداني کړل شوي دي.
د پوځي کودتا خلاف او د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره د برما په بېلا بېلو ښارونو کې هره ورځ مظاهرې کېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.