د خوست اوسیدونکي وايي، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د سیلګرۍ فرهنګ پرمختیا وکړي، نو ددې ولایت د تاریخي سیمو تر څنګ دې تفریحي ځایونه جوړ شي.
یادې غوښتنې یو شمېر هغو کسانو مشال راډیو سره شریکې کړې، چې د شاه اسماعیل د رغول شوي لرغونې ابدې کتنې ته ورغلي ول.
دوی د حکومت دا قدام وستایه چې ددې ولایت دا دونیم سوه کلنه تاریخي ابده يې په اساسي توګه ورغوله، خو ويې ویل، د تاریخي ابدې تر څنګ د سیاحینو لپاره د ناستې هیڅ ځای نه دی جوړ شوی.
"نوم مې سپین غر دی، د لکڼو سیمې اوسیدونکی یم، دغه منطقه چې ده یو تاریخي ځای دی، د خوست د ټولو سیمو او ولسوالیو څخه دلته خلک د سیل لپاره راځي، خو دلته ځینې نیمګړتیاوې شته، دا ځای اوبه نه لري، تفریحي ځایونه په کې نه دي جوړ شوي، د دولت څخه مو هیله داده چې دلته د دمې او ساعتیرۍ لپاره ښکلې سیمې جوړې کړي. "
د سیمې یو بل اوسیدونکی محمدجمیل شاه هم وايي، یوازې باید د زیارت په رغولو بسنه ونشي، بلکې پدې ځای کې دې، د زیارت په اړوند سیمه کې د سیلانیانو لپاره پارکونه جوړ شي.
په حسن کوټ کې د رغیدلی شاه اسماعیل زیارت تاریخي ارزښت په څه کې دی؟
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد وویل، داسې روایت دی چې هند ته د احمدشاه بابا د لښکرکشیو په وخت کې یو لښکر له همدې شاه اسماعیل چې یو عابد او ملنګ سړي وو د بریا لپاره دعا غوښتې وه.
ده زیاته کړه، د لشکر له بریا وروسته، احمدشاه بابا نوموړی ملنګ او عابد کس د لیدلو لپاره ځان ته وروغوښت، خو هغه ملنګ وفات شوی وو.
روایت کې راځي، چې احمدشاه بابا په خپله د ده پر زیارت د ګنبدې د جوړولو امر وکړ، چې د زیارت ګنبده يې د هماغه وخت د معماری په سبک اباده شوه، چې تر اوسه پاتې ده.
د سیدفضل شاه په نوم د سیمې یو اوسیدونکي د تاریخي ابدې رغول یو ښه ګام وباله خو ځینې غوښتنې يې هم وړاندې کړې:
"د راتلونکې لپاره غواړو چې یو خو يې دا ساحه لکه ستره شي، دویم دا چې په دا ځای کې یو ژور څاه وکيندل شي، دا ساحه په ونو او ګلونو ښایسته شي، چاردیوالي ولري چې څاروي ورته نه راځي. "
په خوست کې د تاریخي ابدو مدیر سیدقابیل شاه میاخېل وايي، شاه اسماعیل زیارت په دې ولایت کې لومړنۍ تاریخي ابده ده، چې رغول شوې ده، خو ددې زیارت د ساحې د پراختیا او په هغه کې د ناستې او سیاحت د ځایونو لپاره يې اړوند وزارت ته وړاندیزونه کړي دي.
ښاغلي میاخېل وویل، ددې تاریخي ابدې څخه به چاردیوالي راتاو شي، او په هغه کې به کېناستلو مناسب ځایونه جوړ شي.
بل لوري ته خوستې فرهنګیان په اړوندو ادارو نیوکه کوي، چې د نورو سیمو په شان يې ددې ولایت د تاریخي ځایونو رغولو ته پام نه دی کړی او د غازي ببرک خان ځدراڼ او کاروان سرای کلا په ګډون ډیری تاریخي ځایونه د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د مسوولینو په وینا چې په خوست کې ۱۷ لرغوني ځایونه او تاریخي ابدې تشخیص شوي، چې تر اوسه ایله یوه د شاه اسماعیل زیارت ګنبده رغول شوې ده.