عمران خان جلوزو کې د سرکاري کورونو پروژه پرانیستله

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان نن(د اپرېل پر ۲۱مه) د خیبر پښتونخوا په نوښار جلوزو کې د سرکاري ودانیو پروژه پرانستله.

د دې لپاره به د بینکونو له لارې ولس ته د پورونو ورکولو هڅه کوي چې هغوی په ارزانه بیعه کورونه جوړ کړي.
عمران خان

پر دې مهال هغه وویل چې د حکومت لخوا د غریب او کم امدن والا ولس لپاره دا په ارزانه بیعه د کورونو ځمکې دي او په اسانو قسطونو به جوړول کېږي.

د نوموړي په وینا، د انسان تر ټولو لوی ارمان د ده خپل کور وي خو حکومت یې هر وګړي له د کور جوړولو وس نه لري.

ده ویل، د دې لپاره به د بینکونو له لارې ولس ته د پورونو ورکولو هڅه کوي چې هغوی په ارزانه بیعه کورونه جوړ کړي.

دا هم وګورئ:

روژه کې د خوراکي توکیو له ګرانۍ ولس سرټکوي'احساس پروګرام ښايي سبا په خیبر پښتونخوا کې پیل شي'پاکستان له نړیوالو پورونو څخه د خلاصېدو او د اقتصاد ښه کولو لپاره څه کوي؟پاکستان له هندوستانه چيني او مالوچ اخلي


د وزیر اعلا هاوس خیبر پښتونخوا دفتر یو چارواکي ترمخه وزیر اعظم عمران خان به نن د دره ادم خېل سړک او خیبر ټیچینګ روغتون کې د نوې ودانۍ پرانېسته هم کوي. د دې ترڅنګ د چترال بوني مستوج او شندور سړک د پراخولو منصوبي بنیاد هم ږدي.

د وزیر اعظم عمران دوره په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې له صوبايي کابینې ځینو مشیرانو استعفاګاني ورکړې خو ځینو نور کسان بیا د کابینې برخه ګرځېدلي.