جنوبي وزيرستان: پر څلور پوځیانو د قتل مقدمه درج شوه

په مکين د دوو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر وايي، د بي بي زي رغزي کلي اوسېدونکو پر څلورو پوځیانو د دوو ځوانانو د وژنې دعوه کړې.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د اپرېل ۲۹مې په ماښام مشال راډيو ته وویل، لومړی یې د نامعلومه کسانو خلاف رپورټ دایر کړی وو خو د کلي اوسېدونکو پر یوه کرنل، یو مېجر، یو کپتان او یوه سپاهي د وژنو دعوه کړې چې دوی په رپورټ کې درج کړه.

شوکت علي زیاته کړه چې د سیمې انتظامیه او پوځي مشر موافقې ته ژمن دي او د اپرېل تر ۳۰مې به د وژل شویو او ژوبل کس کورنیو ته مالي تاوان هم ورکړي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو یو استازي حافظ حسام الدین د اپرېل پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د ملیشا ځواکونو مشر (ای جي اېف سي) د دې اقرار وکړ چې دا له دوی ظلم او زیاتی شوی وو.

د پاکستان د سېنېټ غړي دوست محمد مسيد د اپرېل پر ۲۸مه له مشال راډيو له سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې چارواکيو له مسیدو سره په جرګه کې منلې وه چې دا ځوانان په غلطي سره عسکرو وژلي دي.

خو پوځ لا په خپله پر دې موضوع تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا له هغه وروسته ده چې د بي بي زي رغزي کلي اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۶مه د دوو ځوانانو د وژنې او یوه د ژوبلېدو پرضد په مکین کې پرلت وهلی وو چې د اپرېل پر ۲۹مه د پوځ تر ننواتې او موافقې وروسته ختم کړل شو.

د مسیدو یو قبایلي مشر سید انور مشال راډیو ته وویل چې د پوځ له خوا بریګېډیر او ورسره اړوند کرنېلان په بي بي‌ زی رغزي کلي کې مسیدو ته په ننواتې ورغلي وو.

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر خالد اقبال د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دوی له مسيد قبیلې سره يې د چارشنبې پر ورځ جرګه وکړه چې پکې ای جي اېف سي هم ګډون وکړ.

نوموړي وويل چې حکومت جرګې ته وويل چې اخر به مسله د مذاکراتو له لارې هوارېږي. د ده په وينا، د مسيد قام مشرانو دوی ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې هغه ټولې ومنل شوې.

ّځايي خلک وايي چې دوه ځوانان د اپرېل پر ۲۶مه سهار وختي يوه بجه امنيتي ځواکونو هغه مهال په ډزو وژلي ول کله چې دوی له روژه مات او تراويح وروسته د يوه دکان مخې ته ناست ول. وروسته مسيد قام مړي د مکين تحصيل مخې ته کېښودل او پرلت يې پيل کړ چې د اپرېل تر ۲۸مې يې دوام وکړ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ترڅو مو غوښتنې نه وي منل شوي، مړي نه ښخوو: مکين پرلتوال

دوی ادعا وکړه چې هغه امنيتي عسکر پېژني چې دا ځوانان يې وژلي دي. پرلتوالو د عسکرو پرضد د مقدمې درجولو، د مړيو کورنيو ته د معاوضې ورکولو او د مکين د هغو کورونو چې د دوی په وينا پوځ نيولي دي، د خالي کولو غوښتنې وکړې.

د اپريل پر ۲۸مه نېټه د مسيد قام او ضلعي انتظاميې ترمنځ په ليکلې بڼه يوه لوظنامه وشوه چې ورباندې د مسيد قام ۱۱ مشرانو او د د حکومت له خوا ډپټي کمشنر او د پوليسو مشر لاسليک کړی دی.

لوظنامه مشال راډیو ته هم ترلاسه شوې چې پکې دواړه غاړو پر شپږو خبرو اتفاق کړی دی.

د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظاميې او قبايلي مشرانو تر منځ شوې لوظنامه

د جنوبي وزيرستان ضلعي انتظاميې او قبايلي مشرانو تر منځ شوې لوظنامه

په لوظنامه کې ليکل شوي چې د مړیو کورونۍ چې د چا خلاف هم غواړي مقدمه درجولای شي، اغېزمنو کورونيو ته به شل شل لکه روپۍ او دوې دوې نوکريانې ورکول کېږي، د بي بي زۍ قام پر کومو کسانو چې پولیسو مقدمه جوړې کړې هغه به ختمېږي، د هيچا په کور کې به ډرون کېمرې نه ګرځول کېږي او د پړدې به خيال ساتل کېږي او د بي بي زۍ قام په کومو کورونو کې چې ملیشا څواکونو پوستې جوړې کړې هغه به د ولس په نشاندهي به ختمېږي یا به کوم بل ځای ته بدلېږي.

د احتجاج يو مخکښ او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر رحمت شاه مسيد د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د مذاکراتو او لوظنامې وروسته پرلت ختم شوی او د دواړو ځوانانو مړي د اپرېل پر ۲۹مه سهار وختي خاورو ته وسپارل شول.

کله چې د اپرېل پر ۲۶مه نېټه ځوانان ووژل شول او ځايي خلکو يې د قتل تور پر امنيتي ځواکونو واچاوه نو هغه مهال د جنوبي وزيرستان پوليسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته ويلي ول چې دا ځوانان امنيتي عسکرو نه بلکې نامعلومو کسانو وژلي دي. خو اوس د سنېټر دوست محمد مسيد په وينا حکومت منلې ده چې وژنې امنيتي عسکرو کړې دي البته ويلي دي چې دا په غلطي سره شوې دي.