لوګر کې سنځل ګل مشاعره

Afghanistan (MAY 25, 2021): Poetry gathering in Khost

په لوګر کې د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون د سنځل ګل پنځلسمه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې چې له یاد ولایت سربیره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخیستې وه، ډېریو شاعرانو په کې د افغانانو په مینځ کې د سولې او یووالي د اړتیا او د جګړې د ناخوالو په باب برابر کړي شعرونه ولوستل.

د دوشنبې په ورځ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عبدالرحمان تسل مشاعره مشال راډيو ته د سنځل ګل مشاعرې په باب وویل:

''موږ په لوګر کې له ۱۵ کلونو راهیسې دا دودیزه او کلتوري میله لرو، چې شاوخوا ۵۰۰ شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو په کې ګډون کړی وو، واقعاً دا یو ښه دود ځکه هغه څه چې یو شاعر يې د شعر په ژبه ویلی شي، هغه له سلو ویناګانو ډېره بهتري لري او مقابل لوري ژر متاثره کولای شي، ډیری شعرونه په دې باندې راټول وو، چې ټول اړخونه یوې دایمي سولې او اوربند ته غاړه کیږدي، شاعرانو په زغرده له ټولو نه غوښتنه وکړه سوله چې اللهي امر دی، دې ته غاړه کښېږدي.''

مدني فعاله فیروزه زیور هم وايي، دلته شاعرانو په خپلو شعرونو او غزلونو کې د سولې پیغامونه لرل.

د دې په خبره، که څوک يې ارزښت ته پام وکړي، نو ادب او هنر د سوله ییز ذهنیت په عامولو کې پوره اغېز لري او یوازې همدا د شعر ژبه ده، چې د ولس سوله غوښتنه په کې بیا-بیا تکراریدلی شي.

شاعر حلیب ګل ملال په سنځل ګل مشاعره کې د لوستل شویو شعرونو په اړه وویل، شاعرانو د سنځل ګل همدارنګه د شته ناخوالو او نورو ټولنیزو ستونزو په اړه د شعر په ژبه خپل تاثرات وړاندې کړل.

دی وايي، د مشاعرې هره برخه ورته خوندوره او په زړه پورې وه، خو په لوګر کې روانې ناخوالې او جګړې د دې لامل شوي، چې تر نورو کالونو په کې د فرهنګیانو او د ادب د مینه والو ونډه کمه وي.

یو بل شاعر کامران احمدزی وايي، جګړو او ناخوالو د فرهنګیانو د شعر نظم ډېر زیانمن کړی دی.

نوموړي وویل: ''کومه مشاعره چې لوګر کې وشوه، اکثریت شعرونه يې په غم، درد، چاودنو، مرګ او جنازو باندې ورټول وو، نو زما په فکر همدې نا امنیو او جګړو د شاعرانو د شعر نظم ته ډېره زیاته صدمه رسولې ده، شاعران هم په ډېره اندازه نه وو راغلی، که راغلي وو د هغوی شعرونه مو چې واوریدل ټول له درد او ویره ډکه شعرونه وو.''

دا هم وګورئ:

په خوست کې د چنار دودیزه کلنۍ مشاعره وشوهجلال اباد کې د نارنج ګل مېله او مشاعره پای ته ورسېدلهد پيرمحمد کاروان او شاه سعود سره بنډار او مشاعره

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په خپلو خبرو کې له شاعرانو قدرداني وکړه، چې په دې جګړه ییزو شرایطو کې يې ددې ولایت ښکلاګانې یادې کړې او د ګډونوالو په شونډو يې موسکا خوره کړه:

((زه د خپلو شاعرانو نه ډېره مننه کوم چې بیا هم دوی د لوګر ښکلا ډاګیزه کړه، د لوګریانو په شونډو يې موسکا راوسته، دا د لوګریانو یوه دودیزه میله ده، چې له ډېرو کالونو څخه دا میله کیږي، کومه شعرونه چې شاعرانو وویل، هغه به د یو کتاب په بڼه چاپوو، د نورو ولایتونو څخه هم خلک راغلي ول او په ډېره ښه توګه دا مشاعره ترسره شوه.))

د نورو شاعرانو په خوا کې نورګل ترابي هم خپل شعرونه له حاضرینو سره شریک کړل:

سولې راشه، زړه مې ډک دی او ته نه يې

بیا مات کړی مې ټوپک دی او ته نه يې

بوره مور لګیا ده، خیرات غواړي ښاریه کې

یو یتیم ناست په سړک دی او ته نه يې

کمال خان يې چې مظبوط دی رغولی

هغه پاچا همدومره کلک دی او ته نه يې

چور چپاو د دغو خلکو اوس عادت دی

که غریب دی، که ملک دی او ته نه يې

وطن دی، له خوږو کاڼو يې قربان شم

کندهار دی که اټک دی او ته نه يې.

د مشاعرې په پای کې په یو شمېر شاعرانو برابرې شوې ډالۍ وویشل شوې او د لوګري ساز او سندرو په زړه پورې کنسرټ هم د ګډونوالو د لاسونو د پرقا په بدرګه ترسره شو.