د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي، علي وزير د ضمانت لپاره، په پاکستان سپريم کورټ کې درخواست جمع کړل شوی دی.
د علي وزير مدافع وکيلانو قادر خان ايډووکيټ او صلاح الدين ګنډاپور نن (د جون پر ۱۲مه) مشال راډیو ته د دې خبرې پخلي کولو سره وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د دې قضیې اورېدنه کېږي.
صلاح الدين ګنډاپور اېډووکېټ وویل:" د سيند های کورټ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت پر درخواست محفوظه کړې فیصله اورولې او د هغه ضمانت يې رد کړی و."
سيند های کورټ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر پینځمه د علي وزیر د ضمانت پر درخواست فیصله محفوظه کړې وه.
دا هم وګورئ:
د علي وزیر په قضیه کې د سیند وزیر اعلا ناخبره ساتل شوی: بلاول بوټود علي وزیر راخوشې کولو لپاره په انګور اډه کې احتجاجمحسن داوړ نوی ګوند جوړويد خړ کمر شهیدان او د عارف وزیر وژنه نه شو هېرولی: پي ټي اېمد نوموړي بل وکيل قادر خان اېډووکېټ مشال راډېو ته وويل چې په دغه ليکلې پريکړه کې سيند های کورټ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته امر کړی چې د علي وزير او د هغه د نورو ملګرو په قضيه کې دې په شپږو مياشتو کې دننه پرېکړه وکړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پروسږ کال (۲۰۲۰ز) د ډېسېمبر پر شپږمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې جلسه کړې وه چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی و.
هغې غونډې ته د علي وزير ترڅنګ منظور پښتين، محسن داوړ او نورو هم ويناوې کړې وي او تر هغې یوه ورځ وروسته، د ډېسېمبر پر اوومه پولیسو د هغوی پر ضد مقدمه درج کړې وه.
په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او د هغه پر ملګرو په جلسه کې د ریاست ضد وینا کولو تور پورې کړی خو د هغوی وکيل قادر خان دا تور ردوي او وايي چې هېچا د ریاست پر ضد وینا نه وه کړې.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره.
تر هغې وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم نور کسان نیول شوي ول چې د کراچۍ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت خوشې کړي او يوازې علي وزير له شاوخوا شپږ مياشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.