په خوست کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو

په باروتو بار یو وړوکې لارۍ افغان پولیسو ونیوله

بیګا شپه د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا یو هینو موټر چې تر څلور ټنه زیات باروت پکې ځای پر ځای شوي ول، له ډرایور سره یوځای نیولي دي.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي مشال راډيو ته وویل، په نیول شوي موټر کې له چاودیدونکو توکو سربیره ۸۵ دانې ۵ کیلويي بمونه هم ځای پر ځای شوي ول.

نوموړی زیاتوي، چې یاد موټر يې د خلکو د همکارۍ او کشفي مالوماتو لارې نیولی دی.

سمونوال سیف الله سرحدي وايي دا لارۍ یې د خوست د کشفي او امنیتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ بېګا شپه د نادرشاه کوټ په سیمه کې د خوست-ګردیز په لین کې نیولې ده.

د خوست امنیه قوماندان وویل، دا چې بریدګر کوم ځای په نښه کړی وو، وروسته به څېړنو کې مالومه شي، خو دوی ته مالومیږي، چې خوست ښار کې يې د برید پلان لاره.

نوموړي زیاته کړه، ډریور په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي، چې موټر يې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې بار کړی وو او د پاسه يې ورباندې پخې خښتې اچولې وې، تر څو د پخو خښتو موټر مالوم شي.

د خوست پولیس او کشفي ادارې داسې مهال له چاودیدونکو توکو ډک هینو موټر او لیږدونکی يې نیسي، چې د څو ورځو راهیسې د دي ولایت په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې د افغان دولت په ملاتړ ولسي پاڅونونه پیل شوي دي.