په خیبر کې ۱۶ پولیس په نشو د اخته کېدو په تور معطل شوي

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر د پولیسو مشر وسیم ریاض تر اوسه په نشو روږدي لږ تر لږه ۱۶ پولیس معطل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع خیبر کې پولیس چارواکي وايي چې د دې ځواک د ځینو غړيو دندې یې په دې تور ځنډولې دي چې په نشو اخته شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې دا کسان د هغو پخوانیو خاصه دارو غړي دي چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې له ګډېدو وروسته ورته د پولیسو حيثیت ورکړل شوی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر د پولیسو مشر وسیم ریاض تر اوسه په نشو روږدي لږ تر لږه ۱۶ پولیس معطل کړي دي.

ده وویل، "داسې شکایات راغلي ول چې پولیس نشه استعمالوي،که پر دوی دا تورونه ثابت شي نو بیا به یې له نوکریو لرې کوي."

د ظهیر اپرېدي په وینا، دا ګام ځکه اخیستل شوی چې کوم تن د محکمې لپاره د بدنامۍ سبب ګرځي نو د هغه لپاره په دې محکمه کې ځای نشته.

ده زیاته کړه چې پر دې کسانو په پولیس محکمه کې دننه کارروايي پیل شوې ده.

ظهیر اپرېدي دا پخلی هم وکړ چې په دې پولیسو کې ځينې سرتیري د نشيي موادو له کاروبار کوونکو سره په شراکت تورن دي او د هغوی پرضد هم پلټنې روانې دي.

ده وویل، "ځینې یې سهولت کار دي او اوس مو د دې لپاره د څار یو مخصوص نظام جوړ کړی او چې څوک هم پکې ککړ دي، هغه هم معطل دي."

د پولیس په وینا، په خیبر کې د ایس، چرس او هیروینو نشې د پخوا پرتله زیاتې شوې دي.

د نشيي موادو پرضد کارکوونکی فعال او نفسیات پوه شیراز مومند وایي، په خیبر کې په نشه د روږدو پولیسو پرضد اخیستل شوي ګامونه د ستاینې وړ دي.

ده وویل، "په کار ده چې په ټوله خیبر پښتونخوا او پاکستان کې داسې ګامونه پورته کړل شي چې د ټولو پولیسو او نورو ځواکونو ټېسټونه وشي او که د نشیي موادو په کاروبار کې ککړ وي نو له نوکریو دې لرې کړل شي."

د ده په وینا، له دې سره به د نشيي موادو پرضد مبارزه کې ډير پرمختګ وشي او مخنیوی به یې باوري شي.

د ملګرو ملتونو د نشيي موادو د مخنیوي ادارې - یو این او ډي سي - له یوې سروې سره سم دا مهال په پاکستان کې په مجموعي توګه په ایس، چرسو او هیروینو څه باندې ۶۷ لاکه کسان اخته دي.