پولیس: په چارسده کې د یو کس وژلو په تور ۱۳ تنه نیول شوي

د خیبر پښتونخوا د چارسدې پولیس وايي، د یو معذوره تن د وژلو په تور کې یې ۱۳ ځايي کسان نیولي دي.


د پولیسو په وینا، وژل شوی معذوره تن ملنګ جان نومېږي او د اکتوبر پر ۲۹مه، په پله ډېرۍ کې د یو ځايي ۱۶ کلن ځوان شهسوار سره یې په څه خبره لانجه راغلې وه چې بیا معذوره تن پر ډزو دغه زلمی وژلی دی.

پولیس وايي، له دې پېښې وروسته د کلي خلک او د وژل شوي ځوان کورنۍ او خپلوان د ملنګ جان کور ته ورغلي، هلته یې د هغه کور ته اور ورته کړی او هغه یې پکې ژوندی سوځولی دی.

پولیس وايي، له پېښې وروسته هغوی د ملنګ جان د کور د سوځولو او د قانون په خپل لاس کې د اخېستلو په تور دغه ګرفتارۍ کړې دي.

پولیسو مشال راډیو ته وویل، د شهسوار خپلوان پر وژل شوي معذوره تن ملنګ جان تور پورې کوي چې وسله به یې ګرځوله او خلک به یې ځورول.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو سپیناوی نه شي کولی.

د وژل شوي ځوان شهسوار یو خپلوان عالم زیب مشال راډیو ته وویل، کله چې شهسوار ووژل شو نو هغوی پولیسو ته لاړل چې اېف ايي ار کټ کړي خو د هغه په وینا پولیسو پرچه نه کټ کوله.

عالمزیب وايي، بیا هغوی د غچ اخېستو لپاره پخپله مخې ته راغلل او دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د چارسدې د پولیسو یو مشر سجاد خان د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی نفري د ملنګ جان د کور د سوځولو له پېښې، له خبریدو وروسته فورا د پېښې ځای ته لاړه او د کور سوځوونکو او د هغوی ترمنځ په اخ و ډب کې د پولیسو دوه افسران او پنځه سرتیري ژوبل شوي هم دي.

کله چې پولیسو د ملنګ جان د کور د سوځولو او د هغه د وژلو په تور ۱۳ کسان ګرفتار کړل نو د شهسوار د کورنۍ غړو او خپلوانو د هغه جسد تر څه وخته پورې د چارسدې په فاروق اعظم څلور لارې کې د احتجاج په توګه اېښی و خو بیا د کلي د مشرانو په منځګړیتوب هغوی جسد خاورو ته وسپارلو.

د خیبرپښتونخوا لومړي وزیر او د صوبې د پولیسو مشر د یادې پېښې د پلټنې امر کړی او ویلي یې دي چې د ګرمو کسانو خلاف باید اقدامات وشي