ملګرو ملتونو پر طالبانو د نجونو د ټولو ښوونځيو پرانيستلو او رسنيو سره د ښه چلند غږ وکړ

د طالبانو د کلتور وزير مولوي‌ خيرالله خيرخواه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مشر استازې ديبورا لاينز سره ملاقات کوي - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ديبورا لاینز پر طالب چارواکو ټينګار کړی چې د ټولو نجونو ښوونځي دې پرانیزي او د رسنيو مسایل دې حل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر، يوناما لخوا د اپريل په لسمه په خپره شوې اعلاميه کې راغلې چې دیبورا لاینز د اپريل په نهمه، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کابل کې وکتل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نوموړې طالبانو ته په ټینګار سره وويل چې د ټولو نجونو ښوونځي دې زر تر زره خلاص شي. همداراز هغې د رسنيو په وړاندې د خنډونو د ليري‌کولو غوښتنه هم کړې ده. د ديبورا لاينز له خولې ويل شوي: "د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره دې د هغوی سره خبرې وشي."

طالبانو د اګست په پينځلسمه په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. تر هغې وروسته یې په ډيری ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو بندیز لګولی. دوی همداراز پر رسنيو هم ځينې سختيانې شروع کړې دي. په دې کې د خبریالانو وهل او نيول شامل دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فيدریشن غړي ضیا بومیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې تر خبرو وروسته مشال راډیو ته وویل: "د طالبانو د استخباراتو ادارې او امر بالمعروف ادارې له‌خوا د رسنیو پر فعالیت او د فعالیت پر څرنګوالي ګڼ محدودیتونه لګول کېږي چې هیله ده د پای ټکی کېښودل شي."

دا هم وګورئ:

د اروپا پارلېمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړيافغانستان: باميان کې ښځو د طالبانو غونډه ګډه وډه کړېد خوست شیخ زاید پوهنتون سلګونه فارغان کاري فرصتونه غواړيامريکا د طالبانو لخوا د دريو نړيوالو رسنيو پر ټېليويژني خپرونو بندېزونه غندلي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر پيل وروسته په زرګونو خبریالان په غربي هېوادونو کې پناه اخیستو لپاره کډه شوې دي. همداراز په سلګونو نور بې روزګاره شوي دي.

همداراز د نجونو د تعليم لپاره په وار وار مظاهرې هم شوې خو طالبان وايي‌چې د شرعي چوکاټ تر برابرولو وروسته به د نجونو لپاره د تعليم دروازې خلاصې شي. خو دوی د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه هم په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بېل او د هلکانو هغه بېل وو. استادانې یې هم ښځې وي.