پاکستاني چارواکي وايي د لنډې مودې لپاره افغانان له پاکستانه، په تذکرو هم افغانستان ته ستنېدلی شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپريل په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې هغه افغانان چې تذکره لري د روان کال د اپريل تر نهه ویشتمې پورې د تورخم له لارې افغانستان ته واپس کېدلی شي.
د لنډيکوتل (لواړګي) مرستيال کمیشنر اشراف الدين رسنيو ته په ليږلي بيان کې ويلي چې له دې سهولت څخه په ګټه اخیستو د اپريل په ۲۵مه يو شمير افغانان، افغانستان ته واوښتل.
د قانون له مخې له هر هېواده، د وتلو په وخت وخت بايد يو تن پاسپورټ ولري چې د ايکزیټ ټاپه پرې لګيږي. بل پاکستان ته تللي خلک بايد د وېزې تر ختمېدو مخکې خپل هېواد ته ستانه شي. په تورخم کې بند پاتې کسان يا د پاکستان له مخکيني اعلان څخه په ګټه اخیستو په تذکرو هلته ورغلي وو او يا یې هم په پاسپورټ کې د پاکستانۍ وېزې موده ختمه ده. د پاکستان حکومت وايي د قانون په اسانولو سره یې افغانانو ته اجازه ورکړې چې خپل هېواد ته په تذکرو هم ستنېدلی شي.
دا هم وګورئ: پر تورخم دې تګ راتګ په تذکرو شي: د ننګرهار قومي مشراند مارچ په څلورمه د پیښور د رسالدار کوڅې د شيعګانو په یو جومات کې له ځانمرګي برید وروسته، د افغانانو لپاره پاکستان ته بغير له وېزې سفر بند شو. البته چارواکي وايي اوس هم د ناروغۍ اسناد لرونکو ناروغانو ته بغیر له ويزې پر تورخم افغانستان ته د اوړيدو اجازه شته دی.
بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفارت د اپريل په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې افغانانو ته خبر ورکړی چې کولی شي په تذکرو خپل وطن ته د ستنېدلو له موقعه ګټه پورته کړي. دوی زیاته کړې چې که د چا ضرورت پيښيږي کولی شي په اسلام اباد کې له افغان سفارت او په پيښور کې له افغان قونصلګرۍ سره په رابطه کې شي.