امریکا: داعش په افغانستان کې لوی ګواښ دی خو قوي کېدو ته یې نه پريږدو

د امریکې د دفاع وزارت وياند، جان کربي

د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی خو زیاتوي چې له دې ډلې سره له دغه هېواده بهر هم د مبارزې وړتیا لري.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د مې په ۱۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نه‌ده احساس شوې.

نوموړي زیاته کړه: "د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې به هڅه وکړي چې ځانونه پياوړي کړي. موږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره قوي ظرفيت لرو، نو له همدې امله موږ د خپلو شریکانو سره ګډ کار کوو چې دغه وړتیا یقيني کړو، او د دې معنا دا نه ده چې موږ دا وړتیا نه لرو. موږ وضعیت څارو او په دې توګه لاس تر زنې ناست نه یو چې بله ډله وکولای شي خپل ظرفیت لوړ کړي او موږ له هر ځای نه پر دوی باندې د حملې توان لرو."

دا هم وګورئ:

د طالبانو خپلمنځي اختلافات، نوې وسله والې ډلې او د افغانستان راتلونکېداعش وسله واله ډله د پاکستان امنيت ته څومره لوی ګواښ ده؟پېنټاګان: داعش ډله له طالبانو څخه د خپه کسانو جذبولو هڅې کويامریکا د داعش خراسان څانګې د مشر پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه

داعش وسله والې ډلې په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی. په دې حملو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي چې ډيری یې شيعه وګړي دي.

په شام او عراق کې د داعش له قوته په الهام اخیستو، په افغانستان کې د پاکستاني او افغان طالبانو ځينو وسله والو په ۲۰۱۵ کال کې داعش خراسان ډله جوړه کړه. لومړی مشر یې حافظ سعيد خان اورکزی وو. د دې ډلې ډيرې مشران د محمد اشرف غني د تېر حکومت په وخت د افغان او امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د داعش ډير زور په ختيځو ولايتونو او په ځانګړې ډول په ننګرهار کې وو. په کونړ کې ځينو قومي مشرانو چې د امنيتي خطر له وجې یې نومونه خپرول نه غوښتل مشال راډيو ته ويلي چې داعش د ځينو مرورو طالبانو، پنجابي او ازبک وسله والو سره په ګډه د خپل قوت په راټولولو بوخت دی.

طالبانو هېڅکله هم د داعش قوت نه دی منلی. وياندانو یې په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې دا ډله به پر پښو ودريدلو ته نه پريږدي.