په پاکستان کې چارواکي وايي افغانان د جولای تر نهمې پورې کولی شي، افغانستان ته د خپلې تذکرې په ښودلو پر تورخم واوړي.
د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کميشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.
په پاکستان کې دا مهال په سلګونه داسې افغان وګړي ایسار پاتې دي چې ځيني يې پاسپورټونه او ویزې لري او د ځينو هغوی د پاکستان وېزو موده تېره شوې چې له کبله یې افغانستان ته د اوښتو اجازه نه لرله. خو د نوې پرېکړې له مخې کولای شي د لوی اختر لمانځلو لپاره پر تورخم لاره واوړي.
پاکستاني چارواکي د هېواد د پولو سنبالولو تګلارې له مخې له پاسپورټ او ويزو پرته چاته پر تورخم لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. خو په دې وروستیو کې یوازې سختو ناروغانو ته په پاکستان کې د درملنې لپاره له اسنادو پرته د سفر اجازه ورکړل شوې وه.
دا هم وګورئ: د چمن سوداګر وايي پاکستاني چارواکي یې ځورويافغان وګړي تل شکایت کوي چې پر تورخم دروازه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ پر مهال له سختو کړاوونو سره مخ وي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د جون پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي ول چې حکومت یې د افغان وګړو په ګډون د سوداګرانو لپاره د ویزو ورکړې په اړه د یوې نوې تګلارې منظوري ورکړې ده.
مریم اورنګزېب ویلي ول چې له "نوې پالیسۍ" سره سم، په بهرنیو هېوادونو کې به د پاکستان سفارتونه د ویزو لپاره د افغانانو پر درخواستونو پرېکړه د هغوی د اصلي هېواد پر ځای د بل تابعیت او پاسپورټ پر اساس کوي.
هغې زیاته کړې وه چې له نوې پالیسۍ څخه به هغو کسانو ته هم ګټه ورسېږي چې پاکستان ته د درملنې لپاره ورځي.