په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو د څارنې لپاره پارليماني کميټي جوړه کړې ده، په قبایلي ضلعو کې که له یوې خوا د بدامنۍ لړۍ روانه ده نو له بلې خوا پر خلکو د بندیزونو لګولو کار هم روان دی، کټ مټ لکه طالبان یې چې په افغانستان کې کوي.
په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په چارسده کې نایانو ته ويل شوي ول چې د خلکو ږیرې به نه خریوي. تر دې وروسته په باجوړ کې يوې جرګې پريکړه کړې چې د سيلګرۍ ځايونو ته به د ښځو په ورتګ پابندي وي.
دا هم وګورئ: حکومت له ټي ټي پي سره د مذاکراتو د څار لپاره د پارليماني کمېټې جوړولو فیصله وکړهدا څه لومړۍ پيښه نه ده چې په قبایلي سيمو او يا دې سره په اړونده ضلعو کې مخې ته راځي. په قبايلي ضلعو کې پرله پسي امنيتي پېښو او بيا دغه شان بنديزونو خلک او پوهان اندېښمن کړي دي. په پېښور کې د ډان تلویزون بيورو چيف علي اکبر خان د جولايي پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د دې اثرات ډير واضحه دي.
هغه وايي:
"په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتګ سره په خيبر پښتونخوا کې هر اړخيزه اثرات مخې ته راغلي دي. که هغه معاشي وي او که سماجي وي. بله دا چې په دغو سيمو کې د ښځو پر وتلو او د جينکو سکولونو ته په تلو بنديزونه هم مخې ته راروان دي. له قبايلي ضلعو څخه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې په دغو علاقو کې طالبانو سره خواخوږي زياتيږي. دا کارونه به يوازې قبايلي ضلعو يا خيبر پښتونخوا پوري محدوده نه وې بلکې په راتلونکو وختونو کې به د هېواد نورو برخو ته هم د دې د غځېدو ويره ده."
دا وېره شته چې د طالبانو تګلارې ټول پاکستان ته وغځېږيخبریال علي اکبر
علي اکبر زياته کړه چې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت مذاکراتو وروسته دغه شان پېښو کې زياتوالی راغلی دی. د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلا بېلو بڼو مذاکرات شوي دي. وروستۍ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې د مذاکراتو د تېر دور پر مهال هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.
د دې خبرو اترو مينځګړتوب په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر هغه هېواد واکمن دي. طالبانو په واکمنۍ کې له راتګ سره سم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه وتړل او د ښځو په کار يې محدوديتونه ولګول چې تراوسه پورې دوام لري.
په پېښور کې د هم نيوز بيورو چيف طارق وحيد د جولايي پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې په قبايلي ضلعو کې بېلا بېلو مذهبي ډلو او سياسي ګوندونو مخکې هم داسې پريکړي کړي دي چې د ښځو په وتلو او يا د رايو په اچولو بنديز لګولی وو.
"په قبایلي ضلعو کې دغه شان پېښي نااشنا نه دي. په دغو سيمو کې د ترهګرۍ پيښې کېږي، یا د ترقۍ مخه يې نيول شوې او يا هغه شان ورته پاملرنه نه ده شوې، نو ځکه په هغو علاقو کې د سختدريځۍ عنصر تراوسه پورې موجود دي. همدغه وجه ده چې که ترهګر او يا شدت پسند ډلې دي نو دا د هغوی لپاره غوره (توده ځمکه) ځای دی او له هغې ګټه پورته کوي. هغه خلک چې ورته تعليم نه دی رسېدلی يا ورته ترقي نه ده رسيدلي نو هغه خلک له هغوی (سختدريځه ډلو) سره ډېر ژر ملګري شي."
د خبريال طارق وحيد په خبره د سختدريځه تنظيمونو زياته توجو په قبايلي سيمو کې ده. خو د قبايلي سيمو سره تړاو لرونکی خبريال صفدر داوړ د طالبنایزيشن په اړه وايي، په دغو سيمو کې تر ډيرې مودې پوري نړيوال ترهګر او نورې سختدريځه ډلې شته او دا يوه وجه ده چې په دغو سيمو کې د دې اثرات تراوسه پوري موجود دي.
صفدر داوړ زياته کړه:
"يوازې يو تنتظيم خو نه دی. موږ خو يوازې طالبان يادوو، افغان طالبان له دې ځايه لاړل. دلته ټي ټي پي پاتې شوه. تېرو ورځو کې پر پوله يوه پيښه شوې وه او د پوځ مطبوعاتي څانګې ويلي وو چې وسلوال د داعش ډلې کسان وو. پر دې سربيره په جنوبي او شمالي وزيرستان کې مقامي تنظميونه موجود دي. په مروت ضلع کې يو تنظيم له ټي ټي پي سره الحاق کړی دی، دغه شان واړه واړه تنظيمونه له ټي ټي پي سره ملاويږي او نوې ډلې هم مخې ته راځي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
صفدر داوړ دا هم وويل که چېرې له ټي ټي پي سره مذاکرات په سم ډول ترسره نشو نو په قبايلي علاقو کې به حالات نور هم خراب شي. د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پنځمه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړې وه خو د دغو مذاکراتو بله نيټه معلومه نه ده.
پاکستان کې خلک د افغان طالبانو د نظر پلوي کوي، خو دا د خطرې خبره نه دهبیرسټرمحمد علي سیف
خو د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د اطلاعاتو سلاکار بيرسټر محمد علی سيف د جولايي پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په خبره کې وويل چې قبايلي علاقو کې په روانو حالاتو يې نظر دی او د ايين او قانون مطابق به په هغو ځايونو کې کارروايي کوي چرته چې ضرورت وي.
بيرسټر سيف زياته کړه:
"حکومت په دي لړ کې اړين ګامونه اخیستي او پاليسي جوړوي. خو خبره دا ده چې دا يوه سماجي (ټولينزه) مسله ده. د طالبانزشن مسله چې ده، هغه چې کله يو سماجي مسله سياست ښکار شي نو زه به ورته طالبنایزيشن شکل ورکومه. په دې کې سياسي عنصر مخې ته نه وي راغلي نو دې ته هغه رنګ ورکول ناسمه خبره ده. دويمه خبره دا ده چې طالبنایزيشن يا د افغان طالبانو د سماجي او معاشرتی نکته نظر پلويان نه يوازې په خيبر پښتونخوا کې بلکې په ټول پاکستان کې موجود دي. ډير خلک يې د هغوی (افغان طالبانو) نظر ښه ګڼې. خو دا د خطرې خبره نه ده."
بيرسټر سيف زياته کړه چې په قبايلي ضلعو کې خپل روايات دي او د هغې مطابق مقامي مشران پريکړي کوي. خو نوموړي وويل چې قبايلي ضلعې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شوې دي نو هغه ټول قوانين به عملي کوي.
د پاکستان د وفاق تر انتظام لاندې قبايلي سيمې (فاټا) په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته له خيبر پښتونخوا صوبې سره ګډې شوې او هلته د "فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار)" په نامه رايج قانون پر ځای د پاکستان ايين او قانون عملي شو.