د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې په زاهد اباد کې پر نايانو د خلکو د ږيرو خريلو بندیز چا او ولې لګولی وو؟


يو نايي د يو تن ويښتان جوړوي. (انځور له ارشیفه)
يو نايي د يو تن ويښتان جوړوي. (انځور له ارشیفه)

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې يو پولیس افسر له دې امله بل ځای ته د دندې لپاره لېږل شوی چې هغه د يوې ځايي جرګې سره پر هغه لوظنامه لاسليک کړی وو چې نایان د خلکو د ږيرو له خريلو منع کوي.

د چارسدې ضلعې د پولیسو مشر وايي د خانمۍ زاهد اباد نایان بې له څه فشاره کولی شي خپل کار ته ادامه ورکړي. سهیل خالد د جولای پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو مسوولیت دی چې نایانو ته د خپل کار د جاري ساتلو لپاره خوندیتوب ورکړي.

خالد زیاته کړه چې په دې مسله کې لاسليک کوونکی، ايس ايچ او فضل دیان له دغې سیمې بدل کړل شوی. هغه زیاته کړه: "د نايانو د کار مخه څوک نه شې نیولی. د ریاست ذمه واري ده چې هغوی ته د کار خوندي چاپيريال برابر کړي."

که څوک نايانو ته ګواښونه کوي و په کار کې ورته خنډونه جوړوي موږ به یې پر ضد کاروايي‌کوو
سهيل خالد

نوموړي وويل: "فضل دیان د مجبورۍ او ځايي جرګې د فشار له امله سوګند نامه لاسليک کړې وه. دا د پوليسو پالیسي نه ده نو ځکه مو د هغه ايس ایچ او تبادله کړې. که څوک نایانو ته ګواښونه کوي نو پولیس به يې پر ضد کاروايي کوي."

د جولای پر دویمه په زاهد اباد کې یوې سیمه ییزې جرګې نایان منع کړي ول چې چاته به ږيرې نه خريي ځکه چې د هغوی په وینا دا د سنت خلاف کار دی. مشال راډیو د جرګې د پرېکړه لیک یوه کاپي ترلاسه کړې چې پرې د جرګې د مشرانو له لاس لیکونو ترڅنګ د ځايي پولیسو د یو مشر اېس اېچ او فضل دیان مهر هم لګېدلی دی.

خو مشال راډيو چې کله د جولای په پينځمه له فضل دیان څخه وپوښتل چې پولیس ولې یوې جرګې ته دا اجازت ورکړ چې پر مقامي نایانو د ږيرو نه خريلو بنديزونه ولګوي نو هغه یې په ځواب کې له خپل لاسليک او مهر انماري شو.

نوموړي زیاته کړه. "سلیمان خان د دې عوامې جرګې مشر دی. دوی سره د کلي خلک وو او څه ديني عالمان هم ورسره وو. موږ ته يې دا خبره راوړې وه او دريځ يې وو چې په ږيرو کې ډيزاينونه جوړول د سنت نبوي پر ضد کار دی. موږ سره يې په دې اړه غونډه وکړه. يوه سوګند نامه يې ليکلې وه چې پکې ليکل شوي وو چې که کوم نايي دا کار وکړو نو ۳۰ زره روپۍ جریمه به ورکوي. ما د دوی دا خبره رد کړه او ورته مې وويل چې د جرم په صورت کې جرمانې او سزاګانې ورکول د عدالتونو کار دی."

خو ځايي جرګه وايي په دې هر څه کې ورسره د فضل دیان ملاتړ شامل وو. د جرګې مشر سلیمان خان د جولای په پينځمه مشال راډیو ته دا ادعا هم وکړه چې دا سوګند لیک (حلف نامه) د نایانو په غوښتنه او رضا شوې.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې اړه له نایانو سره غونډه وکړه. دوی موږ ته وويل چې دلته د ټولنې يوه طبقه دا خبره کوي چې تاسو خلکو له ږیرې خروۍ او یا په ږيرو کې ځينې ډيزاينونه جوړوئ نو نایانو له موږ غوښتنه وکړه چې دا طبقه په موږ فتوې لګوي چې موږ سره د لوی اختر قرباني نه کيږي نو په دې لړ کې څه ګام پورته کړئ. موږ بیا د دوی دا خبره پولیس ته وړاندې کړه او هغوی د دې سوګند اخیستو اجازت راکړو."

خو مشال راډيو سره څو نایانو د موضوع د حساسیت له امله د نومونو نه خپرولو په شرط وويل چې د دې لوظنامې په لاسليکولو کې د دوی خوښه نه وه شامله. دوی وايي جرګې ورته دا ليک وروړ او ورته وې ويل چې لاسليک یې کړئ.

XS
SM
MD
LG