د خیبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو د کاروباریانو اتحادیو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره د تجارت لپاره دې ټولې وړې او لويې لارې خلاصې کړي.
د باجوړ، مومندو، جنوبي وزیرستان او خيبر قبايلي ضلعو د کاروباري اتحادیو مشرانو د جولای په ۳۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له افغانستان سره د پولې پر وړو او لویو لارو به هر کال د اربونو روپیو تجارت کيدو چې ورسره د هغه وخت د قبایلي سیمو د لکونو خلکو روزګار هم تړلی وو.
د باجوړ چيمبر اف کامرس مشر لعل شاه پښتونیار مشال راډیو ته وويل چې له افغانستان سره پر پوله د باجوړ په ناوا پاس، ليټۍ پاس، کږه پاس او غاښي پاس به هر کال له څلورو تر اوو اربو روپیو خوراکي او غیر خوراکي شیانو کاروبار کيده چې ورسره تر لسو زرو خلکو روزګار تړلی وو.
ده وویل، "د يو کاروباري په حیث دا غوښتنه کوم چې څنګه تورخم او د غلام خان لارې د تجارت لپاره خلاصې دي ، هم داسې دې د باجوړ لارې هم خلاصې شي."
لعل شاه وویل، که دوی پر دې لارو قانوني کاروبار ته پريښودل شو نو بیا هم د دوی پکې ګټه ده.
ده وویل، " زموږ لپاره افغانستان داسې یوه خدايي تحفه ده چې له هغې خوا خاورې راوړو نو دلته هغه د سرو زرو په بیه خرڅيږي."
دا هم وګورئ: مساپر وايي د انګور اډې پر وره محدودیتونو اغېزمن کړي دي
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تجارت او تګ راتګ لپاره اته رسمي لارې دي چې پکې دا مهال په تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅو تجارت او تګ راتګ کيږي.
خو د دې تر څنګ داسې په لسګونو روايتي لارې وې چې پرې له تیرو څو لسیزو د دواړو هيوادونو تر منځ کاروبار کيده. په دې کې د خیبر ضلعې څلور لارې هم شاملې وې چې اوس بندې شوې دي.
د خيبر د لواړګي بازار د کاروباریانو د اتحاديې مشر جعفر خان شنواري د جولای پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل چې مخکې به د خيبر قبايلي ضلعې په لوي شلمان، زمان سپري، پسید خيلو او د تیرا بازار پر لارو په کچرو، خرو، اوښانو او د ګاډو په وسیله مالونه پاکستان ته راوړل کيدل.
ده زیاته کړه، "دا مهال دا لارې مکملې بندې شوې دي، اوس یوازې په تورخم لاره تجارت کيږي، خو هلته هم ډیرې ستونزې دي، له دې سره د لنډي کوتل بازار کاروباریان هم ډیر متاثره شوي دي."
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ چې اوس یې د حکومتي چارواکو په وینا نژدې سر ته رسولی دی.
د پولې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي، اغزن تار یې د ټولنیز ژوند تر څنګ اقتصاد حالت او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی دی.
دا هم وګورئ: د پاکستان یو پلاوی د سکرو اخيستلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللید مومندو د کاروباریانو یو مشر ملک زیارت ګل اتمرخيل وايي چې له افغانستان سره د تجارت په وړاندې تر ټولو لوی خنډ پر پوله لګول شوی اغزن تار دی.
ده وویل، "په مومندو کې د لویو لارو تر څنګ وړې لارې هم وې، لویه د ګورسل وه، په دغه لاره به له پاکستانه افغانستان ته اوړه، بوره، غوړي او نور شیان تلل او له هغې خوا به تازه او وچې ميوې راتلې."
نوموړي زیاته کړه چې د دې تر څنګ د ګوډا خيلو کنډو او نارګي کنډو له لارې به هم تجارت کيدو او یوه د ناوا پاس لویه لاره هم وه خو اوس د ده په وینا، دا څلور واړه لارې بندې دي.
د جنوبي وزیرستان د انګور اډې د کاروباري اتحاديې مشر مقرب خان هم له مشال راډیو سره په خبرو کې پر پوله د وړو لارو له بندیدو سر وټکاوی.
ده وویل، "حالات ډیر خراب دي، د افغان طالبانو په واک کې تر راتګ وړاندې کاروبار لږ ښه وو ، خو اوس ډیر خراب شوی دی او بله دا چې په افغانستان کې د مالونو اخیستو لپاره پيسې نشته."
ده وویل، دا مهال دوی له افغانستان سره د وريژو د ليږد تجارت ډیر کوي خو پر بوره او اوړو بندیز دی.
دا هم وګورئ: عوامي نېشنل ګوند له افغانستان سره د تجارتي لارو د خلاصولو غوښتنه وکړه
د کاروباري او صنعتي چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار عبدالکریم خان د وړو تجارتي لارو په اړه د مشال راډيو د پوښتنو په ځواب کې څه ونه ويل.
خو هغه په قبايلي ضلعو کې د خیبر پښتونخوا کاروباري راهدارۍ په اړه وویل، "په اورکزو کې د اقتصادي زون ابتدايي کار مکمل شوی دی، په باجوړ کې به یې ډیر زر پرانسته وشي، د مومندو په اقتصادي زون کې تر ۲۰ پورې کارخانو پيداوار هم پیل کړی."
ده وویل چې د دې راهداریو لپاره په قبايلي ضلعو کې پر يو زر ايکړه مځکه ځانګړی اقتصادي زون هم جوړوي.
ده وویل، "په دې کې په واڼه او سپینکي رغزۍ،تر څنګ اوسمهال په هره ضلع کې یو وړوکی صنعتي زون زموږ هدف دی."
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارت کې لویه برخه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مېشتو پښتنو دی.