د لوګر سېلاب ځپلي د ژمي تر راتګ له مخه د اساسي سرپناه غوښتنه کوي

د سېلاب ځپلو د کېمپ اوسېدونکي وايي را روان ژمي ته په انديښنه کې دي.

د لوګر د خوښۍ له ولسوالۍ څخه د وروستیو سېلابونو له امله بېځایه شوي خلک غوښتنه کوي چې د ژمي تر رارسېدو له مخکې دې د دوی لپاره اساسي سرپناوې جوړې شي.

سېلاب ځپلي چې اوسمهال له خېمو څخه په یو جوړ شوي کېمپ کې اوسیږي وايي، لوګر کې هوا په سړیدو ده او د ژوندانه ستونزې يې د هرې ورځې په تیریدو ډېرېږي.

د سېلاب ځپلو د کېمپ اوسېدونکې رویا مشال راډیو ته وویل، دوی را روان ژمي ته په انديښنه کې دي.

دا زیاتوي:"ژمی نېږدی دی، ماشومان مو په سړه هوا کې ګزاره نشي کولای، اوس مو هم ټول ماشومان په سینه بغل اخته شوي، موږ وارخطا یو، چې څه وکړو، له دولت غواړو چې موږ ته یوه سرپناه جوړه کړي."

له سېلابونو یو بل زیانمن محمدنذیر له کورنیو او بهرنیو موسسو او چارواکو غواړي چې له ژمي مخکې دې د دوی د سرپناوو لپاره یوه چاره جوړه کړي.

نوموړی زیاتوي چې په ژمي کې دلته د کار امکانات نه وي، ځکه واورې کیږي نو حکومت دې ځمکې ورکړي او مرستندویه بنسټونه دې د کورنوو په ابادولو کې ورسره همکاري وکړي.

په لوګر کې سېلابونو ځاني او ماأي زیان رسولی او يوشمېر خلک يې بېکوره کړي دي

د لوګر اوسیدونکی نعمت ګل هم ورته خبره کوي او وايي، دا سیمه سخت باد لري او دوی اوس هم د يخنۍ له کبله ګزاره نشي کولای.د ده په وینا، پرېمانه دولتي ځمکې شته او دوی ته باید د کورونو د جوړولو لپار ځمکې ورکړل شي.

د سېلاب ځپلو د کېمپ یو بل اوسیدونکی نظرمحمد خپلې ستونزې داسې بیانوي:"په دې خیمو کې ګزاره نه کیږي، ژمی راغی، دا خلک دومره څه نه لري، چې تر ولسوالۍ پورې د موټر کرایه ورکړي، یوه میاشت وروسته په دې خېمو کې ژوند نه کېږي، نو موږ غواړو چې ځمکې راکړي او کورونه راته جوړ کړي."

په ورته وخت کې د لوګر سیمه ‌ییز چارواکي د دغو بېځایه شویو خلکو ستونزې مني او وايي چې ډېر ژر به د ولایت مقام له لوري د سیلاب ځپلو ستونزې لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې شي.

په لوګر کې د طبعي پيښو ته د رسېدنې د چارو ادارې مشر قاري سعدالله بدر وايي: "د سرپناه موضوع موږ کمېټې سره شریکه کړې ده، دوی وعده کړې ده چې موږ به انشاالله دوی ته سرپناه جوړوو، ځکه چې ژمی را روان او هوا یخېږي، دوی باید یو خوندي ځای ته انتقال شي او یا ورته کورونه جوړ شي، انشاالله دا موضوع به ریاست الوزراء سره شریکیږي او له هغه وروسته به چې هغوی کوم تصمیم لري، هغه به تعمیل کېږي. "

د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۲۱مه د لوګر د خروار ولسوالۍ په ده بالا، میانده، ده پایان او ابتک کې خلکو ته د سختو سېلابونو له کبله درانه ځاني او مالي زیانونه واوړیدل.د سرچینو د معلوماتو له مخې په سېلابونو کې ۵۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته او شاو خوا ۳۰۰۰ کورونه جزوي او ډېری يې په بشپړ ډول ویجاړ شول.