د خيبر پښتونخوا حکومت معدنونو ته د صنعت درجې ورکولو پرېکړه وکړه

د بلوچستان د سکرو د کان مزدوران (انځور له ارشيفه)

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې په صوبه کې يې د معدنیاتو شعبې ته د صنعت د درجې ورکولو فیصله کړې ده.

د معدنیاتو په برخه کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر محمود خان ځانګړي سلاکار عارف احمدزي د نومبر په لومړۍ نېټه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې لړ کې د اکتوبر پر ۳۰مه د اعلا وزیر په مشرۍ د اړونده چارواکو سره په غونډه کې دا پرېکړه وشوه.

هغه وويل چې دا مهال د معدنیاتو په برخه کې سرمایه کارو ته هغه سهولتونه او د حکومت لخوا مالي مرستي نه ورکول کيږي ځکه چې دا شعبه په صنعت کې شامله نه ده نو ځکه دا پرېکړه ډېر اهميت لري. هغه زیاته کړه: "اوس چې دې شعبې ته د صنعت درجه ورکړل شي نو په دې شعبه کې سرمايه کارو ته به له بنکونو په قرضو او نورو مرستو کې اساني پيدا شي. دا مهال تر ټولو زیات په دې شعبه کې کارکونکي د ستونزو سره مخ دي ځکه چې هغه سهولتونه چې د صنعتي شعبو کارکونکو ته ورکول کيږي، دوی ته نه ورکول کيږي. اوس به په دې شعبه کې مزدورانو ته له ورکرز ويلفير بورډ څخه مرستې تر لاسه شي."

دا هم وګورئ: د قبایلي سیمو د معدنیاتو لانجه: اربونه روپۍګټه یې چېرته ځي؟

د عارف احمدزي په خبره معدنونو ته د صنعت درجې وکولو چارې بشپړول به نيږدې يوه میاشت وخت ونیسي. هغه وايي د صنعت درجې ورکولو سره به د معدنیاتو د درنګونو (کانونو) مالکان او سرمایه کار له بهرنيو هيوادونو څخه د صنعتي شعبې د قانون لاندې د کان کيندنې د مشينرۍ د درامد کولو جوګه شي او معدنیاتو ته به د نړيوال معیار مستند ارزښت هم تر لاسه شي.

د ځينو کانونو (درنګونو) مالکانو مشال راډيو ته ويلي چې حکومت ورسره د یادې پرېکړې تفصيل نه دی شريک کړی. په ایف ار کوهاټ کې د سکرو د يو درنګ مالک، شکيل خان د نومبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال په صوبه کې د معدنونو کان کيندنه په ډيره زړه طریقه کيږي. هغه زیاته کړه چې پکار ده په دې لړ کې نوې طريقې وښودل شي. "جديده مشينري دې دستیاب شي او د کان کيندونکو حفاظت ته دې زیات پام وشي. پر دې سربېره د درنګونو د ملکيت په سر د قومونو او افرادو لانجې روانې دي چې بايد حل شي."

حکومتي چارواکي وايي چې پر کانونو د ملکيت د کشالو د حل لپاره قوانين شته دی. عار ف احمد زي مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۹م کال کې د خيبر بښتونخوا ماينز سېفټي ايکټ، خيبر پښتونخوا ۲۰۲۲م کال اکشن ايکټ او عارضي پرمټ رولز ايکټ هغه قوانين دي چې د دې ستونزو مخنيوي لپاره نافذ شوي دي. د هغه په وينا که په کوم ځای کې د ملکيت مسله راځي، کيدلي شي چې د دې قوانينو په رڼا کې حل کړای شي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له کانونو وخت په وخت د کان کيندونکو د وژل کېدو راپورونه راځي. د معذنونو د چارو پوه، زرولي شاه وايي د دې مرګونو سببونه د مسلکي روزنې نشتوالی او بنيادي چوکاټ نه شتون دی. هغه د اکتوبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې که حکومت د معدنياتو شعبې ته د صنعت درجه ورکوي نو ورسره دې کانونو ته تللي سړکونه او نور ضروي ډانچه هم ورغوي.

د هغه په وينا چارواکي چې د کومو ګټو تر لاسه کولو خبره کوي، هغه به ډېر وخت ونیسي. "تر څو چې د کان کيندونکو او مالکانو بنیادي ضرورتونه نه وي پوره شوي، تر هغې د صنعتکارۍهيڅ ګټه نشته. معدنونو ته د صنعت درجې ورکولو مطلب دا دی چې حکومت یې په سمدستي ډول د ټيکسونو په دایره کې راولي او مالیې ترې اخلي. خو د معدنونو مالکانو ته به څه اسانتیاوې نه ورکوي نو ځکه دې شعبې ته د صنعت د درجې ورکول به څه فايده ونه لري."