د لوګر خوښۍ ولسوالۍ سېلاب ځپلي په خېمو کې اوسېدونکي خلک مرستې غواړي

په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو بې کوره شويو کډوالو کمپ

د افغانستان لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله د بې ځایه شویو کورنیو ژوند د هوا په سړیدو سره ډېر ستونزمن شوی دی.

دغه بې ځایه شوې کورنۍ چې په خیمو کې ژوند کوي، ډیری ماشومان او سپین سري يې ناروغان شوي دي.

د خوښۍ اوسیدونکي نوربت خان چې له خپلې کورنۍ سره د خیمو څخه په جوړ یوه کېمپ کې اوسیږي مشال راډيو ته وویل: "ژوند ډېر خراب دی. ماشومان مو ټول ناروغان شوي دی. سینه بغل دي. په دې ځای کې څوک شپه نه شي تیرولی. چا راسره مرسته نه ده کړې. که خدای پاک مهربانه شي، دولت او یا نورې موسسې راسره کمک وکړي نو ښه ده.کنه ډېره سخته ده. سرپناه غواړو، ژمی ده دلته وخت نه تیږيږي."

په تیر اوړي کې د خوښۍ ولسوالۍ د اوسیدونکو ډیری کورونه سختو سیلابونو ړنګ او زیانمن کړل. له دې کبله د دې ځای درې زره کورنۍ د ولایت نورو سیمو او همدارنګه ۶ کېمپونو ته بې ځایه شول.

دا هم وګورئ: ملګري ملتونه: په افغانستان کې سیلابونو ۲۵۶ کسان وژلي او ۳۴۰۰ کورونه یې وران کړي

د خوښۍ ولسوالۍ یو بې ځایه شوی نقیب الله وايي، چې د دوی کورونه، ځمکې، څاروي او د کور وسایل او توکي ټول اوبو وړي او دوی ته څه نه دي ورپاتې شوي. د ده په وینا په دې خیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه په اتو یا لسو خیمو يې یو تشناب ورته جوړ کړی او د هر کور لپاره ځانته پناهي نشته، کله چې باد راځي نو د خیمي ترپالونه پورته کوي.

که څه هم په دې کېمپونو کې ټولو ته ژوند ستونزمن دی، خو ماشومانو ته يې ډېر ګواښ متوجه کړی. محمدیاسین د خوښۍ یو بل اوسیدونکی دی، چې له خپلې ۹ کسیزې کورنۍ سره په یوه خیمه کې اوسیږي او یو ماشوم يې په جوش شویو اوبو سوځیدلی چې د ده په وینا د درملنې لپاره يې ورسره پیسې نشته.

د کیمپ یو بل اوسیدونکی غفار خان وايي، په اولو وختونو کې ځینو کورنیو سره د دوه-دوه بوجیو وړو مرسته شوې، خو له هغه وروسته يې چا پوښتنه نه ده کړې. نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې د دوی کېمپونو ته ورشي او حالات يې له نیږدې وویني.

د لوګر ولايت د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي د دې بې ځایه شویو کورنیو ستونزې مني او کوښښ‌کوي چې حل یې کړي. د خوښۍ ولسوال مولوي رحمت الله عثماني د دیسمبر په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل: "په دې کې هېڅ شک نشته چې خلک له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ دي. دوی چې په کومو خېمو کې ژوند کوي، زه پکې یوه شپه نه شم تیرولی. په مرکزي حکومت او نړیواله ټولنه غږ دادی چې دې خلکو سره د سرپنا او د ژوند د لومړنیو توکو مرستې وکړي. "