پاکستان کې سياسي حالات کوم لوري ته روان دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال تر رڼا لاندې ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې سياسي حالاتو ته کتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دی او په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې تحريک انصاف ګوند واکمن دی چې له تېر کال راهیسې په ملک کې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي خو وفاقي حکومت وايي، ټاکنې به پر خپل وخت کېږي. له سياسي پلوه په مرکز کې حکومت له یولړ چيلنجونو سره مخامخ دی. بلخوا داسې رپورټونه دي چې یوشمېر نورو سیاستوالانو هم تحریک انصاف پرېښی دی او نورو ګوندونو ته تللي دي. دې هر څه ته مو په بحث کې کتنه کړې چې دلته یې لیدلای شئ.