د پاکستان انتخاباتي کمېشن په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نورو ۴۳ غړو د استعفاګانو تر منظورېدو وروسته د هغوی غړیتوب ختم کړی دی.
د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې کمېشن د جنورۍ پر ۲۵مه د قامي اسمبلۍ د هغو استازو د غړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه پاکستان تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ۴۵ غړو استعفاګانو د بېرته اخيستو پرېکړه وکړه.
د ګوند یوه مخکښ اسد عمر د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې د تحریک انصاف د مشر عمران خان په امر دا اقدام ځکه کوي چې په وینا یې د قامي اسمبلۍ سپيکر استعاګانې نه منظوروي.
تر دې وروسته د ګوند له دوو غړو ریاض فتیانه او عامر ډوګره جوړ پلاوي په انتخاباتي کمېشن کې درخواست دایر کړ چې پکې یې ویلي ول چې د ۴۵ غړو استعفاګانې واپس اخلي او په دې ترڅ کې یې د قامي اسمبلۍ سپیکر او مرکزي دفتر خبر کړي دي.
دوی له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې ده چې د قامي اسمبلۍ سپیکر یې د پارلېماني استازو استعفاګانې مني، نو کمېشن دې یې غړیتوب نه ختموي.
تر دې مخکې د جنورۍ پر ۲۰مه، اشرف د تحریک انصاف د ۳۵ نورو غړو استعفاګانې منلې وي چې ورسره د منل شويو استعفاګانو شمېر ۷۹ ته رسېدلی وو.
له تازه اقدام سره له قامي اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د ۱۲۲ سیاستوالانو غړیتوب ختم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې وویل چې ولسمشر عارف علوي به له وزیراعظم شهباز شريفه وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايه واخلي. هغه دا خبره تر هغې وروسته کړې وه چې د شهباز شريف په مشرۍ په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل متحده قامي موومنټ دړکه ورکړه چې که د کراچۍ او حیدراباد په بلدیاتي حلقو کې د بدلون په اړه يې غوښتنې و نه منل شوې نو حکومت به پرېږدي.
د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې چې د پاکستان تحريک انصاف د مشر او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د هغه د ګوند ۱۲۳ غړو د احتجاج په توګه له قامي اسمبلۍ څخه استعفا ورکړې وه. تر هغې وروسته، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.
عمران خان له وفاقي حکومته د قامي اسمبلۍ ماتولو او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهباز شريف په وار وار ويلي چې روانه اسمبلۍ به خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.