د افغانستان د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په کوټکیو سیمه کې د والیبال هغه سیالۍ چې له دریو میاشتو راهیسې روانې وې او ۶۰ لوبډلو په کې برخه واخیسته، د مارچ د لسمې په ماښام پای ته ورسیدې.
د دې سیالیو پای لوبې ته د اسماعېل خېلو او مندوزیو همدارنګه تریزیو ولسوالیو د والیبال منتخبو لوبډلو لاره موندلې وه، چې بالاخره د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د سیالیو یو تابیا کوونکي اصف ریحان مشال راډیو ته وویل، دا ډول سیالۍ د بیلابیلو سیمو د ځوانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګیدو لامل ګرځي همدارنګه د دوی تر منځ فکري نږدوالۍ راځي او ځوانان د نشه يي توکو له کارونې منع کوي.
نوموړي د بدني روزنې له امریت هیله وکړه، چې په ولسوالیو کې د لوبو میدانونه جوړ کړي او دا ډول نورې سیالۍ په لاره واچوي.
د باک ولسوالۍ په کوټکیو کې د والیبال ټورنمینټ د پای لوبې د نندارې لپار د ځايي خلکو سربیره د خوست د مرکز او ولسوالیو زرګونه کسان ورغلي ول، چې د خپلې خوښې لوبډلې يې په چکچکو او ګرمو ولولو تشویقولې.
د بریالي ټیم یو لوبغاړي نوراحمد هم وايي، ورزش د هېوادونو، قومونو، ولسوالیو او ولسونو تر منځ یووالی راولي.
د نوموړي په وینا په دې سره د یوې بلې سیمې کلتورونه یو بل ځای ته انتقالیږي، پېژندګلوي زیاتیږي او اړیکې ورسره ټینګیږي.
مدني فعالان هم د ځوانانو او سیمو تر منځ د یووالي او د هېواد د ابادۍ د فکر په خورولو کې ورزش اغېزمن او ګټور بولي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
مدني فعال سیف الرحمان سراج وايي، دا ډول مناسبتونه کولای شي، د ټولنو منځ کې نږدېوالۍ راولي او د هېواد د ابادۍ کې د فکر او ذهنیت په خورولو کې مهم رول ولوبوي.
بل لوري ته د خوست د المپيک امریت چارواکي وايي، چې په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې د سپورټي میدانونو او د مالي امکاناتو په صورت کې د اساسي لوبغالو جوړول په پام کې دي.
د خوست د المپیک امر عطاالله شاه کډوال وویل، " راتلونکې کې مو زمبر او خلبیسات کې د لوبغالو د جوړولو سروې کړې ده، دغو ساحو ته به میدانونه جوړیږي."
د یادونې وړ ده، خوست له هغو ولایتونو دی، چې خلک او ځوانان يې په ځانګړې ډول ورزش سره مینه لري او زرګونه کسان په کې د رزمي او غیر رزمي ورزشونو په تمرینونو بوخت دي.
والیبال لوبه په خوست کې له پخوا نه دود ده او له لسګونو کې کالونو راهیسې يې د افغانستان په ملي لوبډله کې ځینې ورزشکاران لوبیږي.