د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د زڼغوځیو سوداګر وايي چې له شاوخوا ۲۰ورځو راهیسې د اردو"پوځ" اړوند د تاسیساتو د ادارې له خوا د دوی مارکېټ تړل شوی او زڼغوځي يې د خرابیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د دوی په وینا، د "پوځ" اړوند د تاسیساتو ادارې له خوا د زڼغوځیو مارکېټ په دې تړل شوی چې د قرارداد شوې ځمکې پیسې يې بانک ته نه دې ورکړي.
دوی له ولایتي ادارې او په دې ولایت کې د اردو له چارواکو غواړي چې دې ستونزې ته ژر تر ژره د حل یوه مناسبه لار پیدا کړي چې له کبله يې سوداګر بېځایه زیانمن نه شي.
د ارګون اوسېدونکی اسدالله د مارچ پر ۱۴مه نېټه مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې له دوی سره د اړونده چارواکو له خوا له دوی سره "توپیري چلند" کېږي.
نوموړي زیاته کړه:"دا ۲۰ ورځې کېږي چې ارګون ولسوالۍ کې د تاسیساتو له خوا د زڼغوځیو مارکېټ تړلی شوی دی، په دې ولسوالۍ کې اردو ۴۸ قراردادونه لري او ټول باقي داره دي، خو هغه ټول خلاص دي، خلک کاروبار په کې کوي خو زموږ دغه مارکېټ تړل شوی دی، دا د ۱۲ ولسوالیو مارکېټ دی چې د خلکو ټوله شتمني هم دلته ده."
اسدالله وايي، د خلکو اقتصاد خراب شوی او که چېري يې زڼغوځي خراب شي او له خرڅلاوه ووځي نو ګوزاره به يې نوره هم مشکله شي.
یو بل سوداګر حاجي ولي دغه اقدام له دوی سره ظلم ګڼي او وايي چې له اوسه خلک ډېر تاواني شوي دي.
نوموړي وویل، حاضر دي چې د تاسیساتو په بانکي حساب کې د قرارداد پیسې داخلې کړي او دوی ټول هغو قوانینو ته درناوی لري چې په ټولو یو ډول پلي کېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ارګون د زڼغوځیو په مارکېټ کې یو بل سوداګر عبدالسلام وايي، که چېرې چارواکي د ولس ستونزې او غوښتنې په پام کې نه نیسي نو دا به د ولس او چارواکو تر مینځ واټن پیدا کړي او خلک به لاریونونو او اعتراضیه غونډو ته مجبوره شي.
مشال راډيو په دې اړه د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د زڼغوځیو د سوداګرو ستونزې د دې ولایت له ملکي چارواکو سره شریکې کړو خو هغوی له خبرو پر دې اساس انکار وکړ چې دا مساله په اردو پورې تړلې ده.
مشال راډیو د اردو د تاسیساتو له چارواکو سره هم د تماتس نیولو هڅه وکړه، خو هغوی سره د اړیکې په ټېنګولو بریالۍ نه شوه.
پکتیکا د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې پرېمانه غریزې سیمې لري او د نورو نېږدې ولایتونو په شان يې له ځنګلونو د زڼغوځیو د پام وړ حاصلات ترلاسه کېږي.