په کراچۍ کې د پولیسو لخوا د وژل شويو کسانو کورنۍ د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوي

په کراچۍ کې د مارچ پر ۱۴مه مظاهره کې ګڼو خلکو ګډون کړی وو.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په عملياتو کې د وژل شويو کسانو کورنيو، د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي عوامي غورځنګ غړيو د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.

دوی د مارچ پر ۱۴مه، په کراچۍ کې د يو احتجاجي پرلت له لارې ادعا وکړه چې د ترهګرۍ ضد پولیسو په وروستئ کارروايي کې وژل شوي دوه سړي ترهګر نه بلکې له کورونو وړل شوي کسان وو. خو د سند صوبې چارواکي وايي چې د مارچ پر ۱۳مه د پولیسو په لاس وژل شوي کسان د پولیسو پر دفتر برید کې ښکېل وو.

خو د اين ډي اېم او پي ډي اېم کراچۍ مشرانو د پرلت په وخت ادعا وکړه چې پولیسو لومړی کسان نيولي او بیا یې په جعلي مقابله کې وژلي دي. دوی دا هم وويل چې په کراچۍ کې بايد د پښتنو نيول او ځورول بند شي.

دسيند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن دمارچ پر ۱۳مه په یوې خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې "سي ټي ډي پوليسو د منګوپير ناردرن بای پاس سره نیزدې يوې کارروايي کې ۲ ترهګر (عبدالوحيد او اريادالله) وژلي" او دوه نور کسان يې نيولي دي.

د سیند داطلاعاتو وزير د پوليسو دترهګرۍ ضد څانګې افسرانو سره يو ځای کړې دې خبري غونډه کې دا ادعا هم وکړه چې وژل شوي کسان د فرورۍ پر ۱۷مه شوي، د کراچۍ د پولیسو پر مرکز برید کې ککړ وو. هغه ادعا وکړه چې اريادالله د دې حملې مشر پلانوونکی يا ماسټر ماينډ وو.

په همدې خبري غونډه کې پولیسو ادعا وکړه چې وژل شوي او نيول شوي کسان پټ وو او دوی یې موندلو هڅې کولې. خو د مارچ د ۱۴مې پرلتوالو د پولیسو دا ادعا رد کړې ده. دوی وايي نيول شوي او وژل شوي کسان پټ نه وو بلکې د پولیسو لخوا د مارچ پر اوومه نيول شوي دي. دوی غوښتنه وکړه چې پکار ده يو عدالتي کمېشن جوړ شي چې هر څه سپين کړي.

دا هم وګورئ: قبایلي پښتانه وایي، د کراچۍ پولیس یې ځوروي

د وژل شوي عبدالوحید پلار سید مالي خان مشال راډيو ته وويل: "پولیسو زما زوی په سهراب ګوټ مچر کالونۍ کې زما کوره بوت. پولیسو ساده جامې اغوستې وې او په وردۍ کې نه وو. د قادر خان زوی ارياد الله هم د سهراب ګوټ په جمالي ګوټ کې له خپل کور څخه پوليسو نیولی وو. دواړه یې د مارچ پر اوومه وړي وو."

د سید مالي‌خان سره يو ځای په کراچۍ کې د پي ټي اېم او اين ډي اېم ګڼ غړي، د مارچ پر ۱۴مه د چهيپا مرده خانې مخې ته ورغونډ شوي وو. دوی غوښتنه کوله چې مړي دې ورته وسپارل شي.‌ خو د مرده خانې چارواکو او پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې تر څو قانوني کارروايي نه وې پوره شوې تر هغه به مړي چا ته نه سپاري.

په پرلت کې شامل او د سي ټي ډي پوليسو په عملياتو کې د نيول شوي محمد مهران ورور، محمد رحمان د مارچ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې پولیسو نوموړی هم د ځان سره وړی وو. هغه زیاتوي: "د مارچ اوومه نېټه . پولیسو د شپې زه او زما ورور په شاه لطيف ټاون کې له خپل کوره يووړو. زه بيا درې ورځې وروسته راخوشې شوم خو ورور مې لادرکه دی. پولیس وايي‌چې په عملياتو کې یې نيولی دی."

د هغه په خبره چې په دې اړه یې په شاه لطیف ټاون تاڼه کې د ورور د نيول کېدو په اړه یې له پولیسو سره راپور هم جمع کړی دی. د کراچۍ سي ټي ډي پولیسو مشال راډيو سره د وژل شويو کسانو د کورنيوو د غړيو د ادعا په هکله خبرو ته زړه ښه نه کړ. حکومت هم لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.