د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې په سیمو کې یې د ډرون حملو مخه ونیسي.
دوی وایي، تر اوږدې کډوالۍ وروسته خپلو کلیو ته ستانه شوي خو په ورستیو کې د ډرون مبینه برید د تشویش سره مخامخ کړي دي.
بل خوا د پاکستان پوځ او انتظامي چارواکي وایي، په سیمه کې ډرون برید نه دی شوی بلکې د وسلوالو سره ځمکنۍ نښته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۱۵مه د جنوبي وزیرستان د ځانګړې په حیدرخېلو کلي د یوې پېښې په ترڅ کې د دوو ماشومانو په ګډون ځینو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. ځایي خلک ادعا کوي چې دا د ډرون برید وو.
د پېښې پر ضد د مارچ پر ۱۷مه په ټانک کې د جمعیت علمای اسلام ګوند احتجاج وکړ، دوی له حکومته غوښتنه کوله چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال دې د ډرون څخه هیڅکله کار نه اخلي.
د یاد ګوند غړي او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني رکن حافظ حسام الدین مشال راډیو ته وویل، پخپله ځانګړې سیمی ته تللی او ورته مالومه شوې چې هلته شوی برید ځمکنی نه بلکې له هوا څخه د ډرون له لارې شوی دی.
هغه وايي: ''زه په پېښه کې د وژلو شویو ماشومانو کورنو ته د تعزیت لپاره ورغلی وم. څو کاله ډرون حملې بندې وې خو اوس یې نوې سلسله شورو شوه. مونږ له ریاسته خواست کوو چې خپل هدف ته دې ځان له ځمکنۍ لارې ورسوي او ډرون دې نه کاروي ځکه چې بې ګناه خلک پکې وژل کیږي.''
دا هم وګورئ:
د پاکستان د پوځ مشر وايي د "ترهګرۍ پرضد جګړې" ته دوام ورکويد جنوبي وزیرستان جګړه ځپلي د ړنګو کورونو تاوان غواړيشمالي او جنوبي وزیرستان کې د ماشوم په ګډون پینځه کسان وژل شويد پاکستان په قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې له ۲۰۰۴ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې په سلګونه امریکايي ډرون بریدونو کې د یوشمېر وسلوالو ډلو لسګونه مشران او غړي وژل شوي او ژوبل شوي دي. د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې ډرون حملې ودرېدې. هغه مهال هم د وسله والو ترڅنګ په خال خال پېښو کې د ولسي کسانو د نخښه کېدو راپورونه ورکول کېدل.
د سرې روغې استوګن عثمان مسید وایي، د ځانګړې پېښې د سیمې خلک ویرولي او فکر کوي چې هسې نه امنیتي حالات بیا لکه د پخوا خراب شي. نوموړی وايي: ''دا طیاره غټه وه، اواز یې هم تېز وو، خلک بیا ویریدلي دي. مونږ ۱۰ کاله کډوالي تېره کړه. دلته اپریشنونه وشول، مونږ ته پوځ او حکومت وویل چې په وزیرستان کې امن دی. اوس بیا اپریشنونه کیږي.''
په جنوبي وزیرستان کې د ډرون وروستۍ حمله د ۲۰۲۱ز کال د ستمبر په ۲۹مه د سروکې په کشمیر ګاټ کې شوې وه.
هلته بیا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین د مارچ پر ۱۷مه مشال رېډیو ته وویل چې په ځانګړه کې د پوځ او وسلوالو ترمېنځ نښته هوایي نه بلکې ځمکنۍ وه. نوموړی وايي: "خلک هم سهي وایي او پوځ هم. د راکټ درې ګولۍ وې. دا داسې راکټونه دي چې د لېرې نه ویشتل کیږي. پولیس سیمي ته ورغلي ول. دا ډرون نه بلکې د راکټ ګولۍ وې."
د ځانګړې د پېښې پر ضد پښتون ژغورنې غورځنګ په ډېره اسماعیل خان کې د مارچ پر ۱۵مه احتجاج کړی وو. د مظاهرې ګډونوالو له حکومته په جنوبي وزیرستان کې د ډرون بریدونو نه کولو غوښتنه کوله.
اخوا د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ايي اېس پي ار) د مارچ پر ۱۶مه په یو بیان کې ويلي دي چې په ځانګړه سیمه کې یې "په نښته کې اته" مشکوک "ترهګر" وژلي دي. په بیان کې راغلي چې په پېښه کې دوه پوځیان هم ژوبل شوي دي.
ايي اېس پي ار زیاتوي چې "بدبختانه د نښتې پر مهال دوه ماشومان" هم وژل شوي دي.
د ځانګړې پېښه سیمې ته د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر تر سفر یوه ورځ وروسته شوې ده. نوموړي په جنوبي وزیرستان کې له سرتېرو سره د لیدو پر مهال وویل، "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.