د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ماشوم په ګډون پینځه کسان وژل شوي


پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره د وسلوالو ضد ځانګړي عمليات کوي.
پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره د وسلوالو ضد ځانګړي عمليات کوي.

چارواکي وايي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د فبرورۍ پر ۲۷مه په دوو جلا جلا پېښو کې دوه سرتېري، "دوه وسلوال" او يو ماشوم وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د واڼه يو پولیس چارواکي عثمان وزیر مشال رېډیو ته وویل چې نن سهار په دجه غونډۍ سيمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې يو ماشوم وژلی او دوه کسان يې ټپيان کړي دي.

اخوا د پاکستان پوځ وايي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه په شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه سرتيرې وژل شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بیان کې دعوه کړې ده چې په سپین وام سيمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښته کې دوه وسلوال وژل شوي هم دي.

بیان زیاتوي چې پوځ د استخبارتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو ضد عملیات کول چې پر دې مهال د دواړو غاړو ترمینځ ډزې پیل شوې. خپلواکه سرچينو د دې پېښې تصديق نه دی کړی او نه هم وسلوالو تراوسه پورې څه ويلي دي.

د خيبر پښتونخوا د نورو سيمو په پرتله په شمالي وزیرستان کې د امنیت وضع زیاته خرابه ده. څو ورځې وړاندې هم په میرامشا کې وسلوالو یو نومیالی ولسي مشر ملک ریمال خان وژلی وو چې ورسره روان ۲۰۲۳ز کال کې د هدفي حملو شمېر اوو ته رسېدلی وو.

د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښته تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د فبرورۍ پر ۲۶مه پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په مرامشاه کې په يوه ولسي غونډه کې اندېښه ښوولی وه چې پښتون مېشتې سيمې يو بل جنګ ته ټېل وهل کېږي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورو مخکښو غړو د میرامشا جلسې ته په وینا کې وویل، د شمالي وزیرستان په ګډون په پښتون مېشتو سیمو کې "ناامني نه شي زغملای" او پرضد به یې "سوله ییزې مبارزې" ته دوام ورکوي.

وزیر په خپله وینا کې وویل، د پښتنو په سیه کې د "نوي جنګ حالات جوړېږي او خلک تشدد ته د هڅولو کوښښ" کېږي. ده زیاته کړه چې د "جنګ او تشدد" مخه د پښتنو ترمینځ په "یووالي" نیسي او "ولس به بیداروي."

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

دوی زیاتوي چې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکوي. په وروستیو کې پوځ او پولیسو وویل چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال یوشمېر مشکوک وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG