په خېبر ضلع کې د ډبرو سکرو سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې د بارودو د استعمال اجازه دې ورکړل شي.
دوی وايي، دا بارود دوی د کانونو څخه د ډبرو سکرو د راویستلو لپاره کارول غواړي او حکومت له پکار دي چې دا سهولت ورته برابر کړي.
د خېبر ضلعې د کانونو د اتحادیې مشر ارشد علي اپریدي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، هغوی په تیرا سیمه کې د سکرو د راویستلو لپاره د بارودو د استعمال د اجازت نامې تر لاسه کولو لپاره قانوني عمل سر ته رسولی خو دم ګړۍ ته حکومت بیا هم د دې اقدام اجازه نه ده ورکړې.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
هغه وړاندې وویل: "د خېبر انتظامیې ته مو د لایسنس یا جواز تر لاسه کولو لپاره ټول اړین اسناد جمع کړې دي خو حکومت یې په عملي کولو کې له سستۍ نه کار اخلي. موږ له کانونو د سکرو د راویستلو لپاره د مشینرۍ تر څنګ د بارودو استعمال ته هم ضرورت لرو. که اجازه یې راکړل شوه نو زموږ کار به ورسره پر مخ روان شي."
نوموړي وړاندې وویل چې په خېبر ضلع کې دا اختیار د ډېپټي کمېشنر سره دی چې هر اجاره دار ته د بارودو د استعمال اجازه ورکړې خو تر اوسه یې هېڅ یوه اجاره دار ته دا اجازه نه ده ورکړې. نوموړی وايي.
دا هم وګورئ: د لکي مروت انتظامیه وايي د تاجوړي پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کويپه تیرا کې د سکرو د یوه کان مالک اصغر خان مشال راډیو ته وویل، که په تیرا کې ورته د کار کولو اجازه ورکړل شوه نو ورسره به په زرګونو خلک په روزګار شي او په زیات مقدار کې به سکاره راووځي او په پاکستان کې به د انرژۍ ضرورت هم ورسره پوره شي.
د باړې او تیرا مرستیال کمېشنر شهاب الدین خان د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي: "په تیرا کې د سکرو په کانونو کې د کار د شروع کولو لپاره نوې کړنلارې جوړوو. موږ د ډېرو کاروبار کوونکو په په اسنادو تر ډېره حده پورې کار کړی دی او یوازې له امنیتي ادارو یې تاییدول پاتې دي چې کله یې هغوی وګوري نو بیا به د کار کولو اجازه ورکوو."
تیرا د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور نه په خواو شا ۱۰۰ کیلومیټره واټن کې پرته سیمه ده چې ځنګلونه او معدنیات لري او په وروستیو کې ورته د ډویژن درجه ورکړل شوې ده.