خیبر: د دې لپاره کمپاین پیل شوی چې خلک ماشومان په ښوونځیو کې داخل کړي

د خیبر د تعلیم محکمه غواړي سږکال شل زره نوي ماشومان ښوونځیو کې داخل کړي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر د تعلیم محکمې د نوي تعلیمي کال له پیل کېدو سره د دې لپاره کمپاین پیل کړی دی چې خلک ماشومان په سکولونو کې داخل کړي.

چارواکي وایي، هدف یې دادی چې خلک سږ کال تر پخوا د ډېرو ماشومانو په ښوونځیو کې داخلولو ته وهڅوي.

د خیبر د تعلیم محکمې مرستیال مشر شاهد خان د اپریل پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دې لپاره یې یو پلان جوړ کړی دی چې ترمخه یې د دوی کسان کلي په کلي او حجره په حجره ګرځي او د ماشومانو میندو پلرونو ته د تعلیم د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي.

هغه زیاته کړه ''دا ځل موږ ته خوا وشا ۲۰ زره نویو ماشومانو داخلولو هدف راکړل شوی دی او د اپرېل تر ۳۰مې به دا کمپین دوام ولري.''

چارواکي وایي، په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو پر وخت د خېبر ضلعې په تعليمي ادارو کې د زده کوونکو شمېر شاوخوا ۸۷،۰۰۰ وو البته دا معلومه نه ده چې په سيمه کې څومره زده کوونکي له سکولونو بهر دي خو د دوی په وینا، شمېر يې زيات دی.

د خیبر د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په سرکاري سکولونو کې داخلې او کتابونه وړیا ورکول کیږي او چې په کومو سیمو کې سرکاري سکولونه نشته، هلته دې خلک خپل بچي په شخصي سکولونو کې داخل کړي.

دا هم وګورئ:

په خیبر کې ښوونځیو کې د لنډ وخت لپاره اضافي استادان ګمارل کېږيخيبر پښتونخوا: تر ۵۰ زره زيات ښوونکي د نوکريو مستقل کولو لپاره احتجاج کوي

د خیبر پښتونخوا د نورو قبایلي ضلعو په څېر په خیبر ضلعه کې هم په تېرو کلونو کې د بدامنۍ څپې تعلیمي ادارې اغېزمنې کړې وې. چارواکي وایي په هغو پېښو کې وسلوالو ۱۴۲ سکولونه ړنګ کړي ول چې پکې زياتره بیرته رغول شوي دي.

په خیبر کې د تعلیم د ودې لپاره کار کونکی فعال معروف شاه اپریدی د تعلیم محکمې کمپین ګټور ګڼي او غوښتنه کوي چې دا دې د خیبر ټولو برخو ته وغزول شي.

نوموړی وایي، '' که په دې سکولونو کې معیاري تعلیم ورکول پیل شي نو بیا به پکې ولس خپل ماشومان داخلوي نو پکار ده چې په دې کې د فرنیچر، واش رومونو، چارودېوارۍ سهولتونه ورته برابر کړل شي او عمله هم پکې پوره کړل شي''

د خیبر د تعلیم د محکمې د چارواکو په وینا، دا مهال په ټوله ضلع کې ۷۱۷ تعلیمي ادارې فعالې دي او د ړنګو شويو سکولونو د بيا رغونې چارې هم رواني دي.