د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او جنوبي وزيرستان کې د ۱۰ وسله والو د وژنې ادعا کوي

له بنو شمالي‌وزیرستان ته روان د پاکستان پوځيان - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په جنوبي وزيرستان او شمالي وزیرستان کې د نښتو په وخت ۱۰ وسله وال او ۲ پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اپريل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې امنيتي ځواکونو د جاسوسي معلوماتو په بنیاد د جنوبي وزیرستان په زرميلان کې عمليات وکړل. په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د اپريل پر ۱۵مه شوې دې کارروايي‌کې ۸ وسله وال ووژل او له هغوی وسلې ونيول شوې.

پوځ دا هم ويلي‌چې په دې نښته کې دوه سرتيري هم وژل شوي دي. يو سرتيری د پاړه چينار، ۲۵ کلن لانس نایک شعيب علي او بل د لکي مروت ۲۲ کلن رفیع الله ښوول شوي‌دي.

پوځ نه ده واضحه کړې چې وژل شوي مشکوک وسله وال د کومې ډلې غړي وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه څه نه دې ويلي. خو په جنوبي وزیرستان او شمالي وزيرستان کې تر ټولو ډيره فعاله ډله، تحريک طالبان پاکستان ده.

بلخوا د استخباراتي ادارې چارواکو مشال راډيو ته په ليږلو معلوماتو کې ادعا کړې چې د شمالي وزیرستان په ميرعلي‌کې یې د یوې کارروايي په مهال ۲ مشکوک وسله وال وژلي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

په قبايلي ضلعو کې "هدفي عمليات"

د اپريل پر ۱۴مه، د پاکستان په پارليمان کې د بندو دروازو شاته د ملک پر روانو امنيتي حالاتو د بحث پر مهال پوځ حکومت ته خبر ورکړی وو چې په قبايلي ضلعو کې به د وسله والو پرضد "هدفي عملیات" کيږي.

د قومي اسمبلۍ د سیکرټیریټ د یوې خپرپاڼې له مخې ، د دې غونډې ایجنډا "د ملي امنیت پر اوسنیو مسایلو بحث" کول وو. په غونډه کې وفاقي وزيرانو، د وزيراعظم سلاكارانو، د قومي اسمبلۍ غړیو او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په ګډون لوړ پوړو پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

دا هم وګورئ: خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ولې خراب شوي دي؟

د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان استازو او ځینو نورو د اپرېل پر ۱۳مه د اسمبلۍ د غونډې پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې کړې وي او اندېښنې یې څرګندې کړې وي.

دوی غوښتنه کړې وه چې باید لومړی له هغو پوځي چارواکو سره احتساب وشي د چا د پریکړو له کبله چې ترهګري ډیره شوې ده.

د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ غونډې ته وویل چې په تېرو وختونو کې په عملیاتو کې ګڼ خلک کډوال شول او ښارونه وران شول خو ناامني ختمه نه شوه. ده وویل، د دې لامل دا دی چې د مسلې د هواري لپاره تګلاره واضحه نه ده.

د جنوبي وزیرستان استازو علي وزیر او مولانا جمال الدین او د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان هم ورته څرګندونې وکړې. علي وزیر د اپرېل ۱۳مې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر هغو چې هغه پخواني او اوسني پوځي او ملکي چارواکي و نه نیول شي چې قبایلي ضلعو ته یې، د ده په وینا، وسلوال بیا ستانه کړي، نو د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.