د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره ګډ کار کولو ته تیار دي او غواړي چې له کابل سره همکارۍ او اړیکو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ليکلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له بلاول بوټو زرداري وليدل او د ترهګرۍ د مخنیوي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او اړیکو په اړه معلومات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیت په اړه اندېښمن دی، خو د طالبانو حکومت یې په وار وار دا اندېښنې رد کړې دي.
دا هم وګورئ:
د طالبانو حکومت د افغانستان له لارې پاکستان ته ګیس وړونکي سوداګر ورغوښتي د تورخم چارواکي وايي، له اختر نه وړاندې افغانان په تذکره وطن ته تلی شيد پاکستان حکومت وايي له ټي ټي پي سره یې هېڅ مذاکرات روان نه ديله کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، پاکستان په خورا فعال ډول په هغه هېواد کې د سولې، بشري مرستو او له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په نوم په نړیوالو سټېجونو ګڼ اقدامات کړي دي.
پاکستان لومړنی هېواد وو چې په اسلاماباد کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاره، خو لا هم يې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت پېژندلی نه دی.
بلخوا د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د د دوی د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان ته د ګیس او نفتي موادو د ترانزیټ طرحه یې د ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړې.
د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت پر ټویټر لیکلي"دا طرحه د اقتصادي ودې او ترانزیټ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې چې له مخې به یې له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د ګیس او نفتي موادو په ترانزیټ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان کاروباریان لا ګوادر بندر ته په بشپړ ډول د برامد (صادراتو) او درامد (وارداتو) لپاره اجازه نه لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزي وايي، افغان سوداګر اجازه لري چې د واګه بندر له لارې صادارت وکړي، خو لا د وارداتو اجازه نه لري.
"زموږ په سلګونو کانټینر هندوستان ته ځي، واګې ته موږ لاسرسی لرو. زموږ صادارت له هغې لارې په منظم شکل روان دي او واردات مو بیا د کراچۍ له لارې راځي. "
موده وړاندې د هند حکومت له پاکستان وغوښتل چې د واګه بندر له لارې افغانستان سره د بشري مرستې رسولو په موخه، د دوی له خوا افغانستان ته انتقالېدونکو غنمو ته اجازه ورکړي، خو پاکستان یې غوښتنه و نه منله.
له دې پرته ډېر کله افغان سوداګر هم شکایت کوي چې پاکستان د افغان سوداګرو د توکو د صادراتو په موخه بېلابېلې "پلمې" لټوي او د دوی سوداګریز توکي د پاکستان له خوا د لارو بندېدو له امله له مينځه ځي.